سینما او موسیقي

کرینه کپور ولې د سیف علي خان د واده وړاندیز رد کړی؟

کرینه کپور او سیف علي خان د هندي سینما ښکلې او مشهوره فلم جوړه ده چې اوس یې د ژوند جوړه هم ده.

دواړو په ۲۰۰۸ کال کې د فلم (ټشن) کې د شوټینګ په مهال کله چې د دغه فلم د ډکولو چارې روانې نو پر یو بل مینان شول او بیا دواړو په ۲۰۱۲ کال کې د واده په اړیکه سره وتړل شوه.

مګر له دې خبر وۍ چې له واده وړاندې د هندي سینما دغه ښکلې ستورې د بالیوډ د کوچني خان د واده وړاندیز نه و منلی؟ او هغه هم یو ځل نه دوه ځلې.

په دغه تړاو کرینه کپور څوځلې خبرې کړي او ښکاره کړې ده، چې څنګه سیف علي خان نوموړې ته په یونان کې د واده وړاندیز کړی وه؟

اوس تازه یې (پنک والا) سره په یوه کړې مرکه کې کرینه کپور په دغه موضوع خبرې کړي او ویلي یې دي د واده د وړاندیز تر قبلېدو وړاندې یې دوه ځل د سیف غوښتنه او وړاندیز رد کړی و.

اغلې کپور زیاته کړې چې هغه وخت یې په داسې الفاظو ځواب ورکړی و چې: زه نه پوهیږم، ځکه چې زه تا په درسته معنی نه پېژنم.

چې دا په واقیعت کې د نه په معنی نه وه مګر مطلب یې دا وه چې زه سیف او سیف زه سمه نه پېژندلم.

خو اوس وایې چې فکر کوي د خپل ژوند تر ټولو غوره پرېکړه یې کړې ده.

د یادولو ده چې کرینه کپور او سیف علي خان په وروستي ځل سره په فلم اجنټ ونود کې جوړه کار کړی و.

د ټایمز اف انډیا د خبر له چې کرینه کپور ته په ډېرو زیاتو فلمونو او سکرپټ کې د کار کولو وړاندیز کېږې خو نوموړې هغه فلم ته ډېره ترجیح ورکوي چې په لوی سکرین د خپل خاوند سره په یوه عشقي فلم کې راښکاره شي.

کرینه کپور او سیف علي خان د واده کلونه کیږي او د دوی دواړو یو زوی تیمور هم شته، نوموړی په کال ۲۰۱۶ کې پیدا شوی او فلمي فوټوګرافران نوموړي ته په مختلیفو اندازونو او سټایلونو تصویران وباسي د دې لپاره چې نوموړی متحرک لوی شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی