جوزجان: د ۳۳۶ کرنیزو پروژو رغنیزې چارې تر۵۰ سلنه بشپړ شوي

راپور: بشر درویش

د جوزجان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برخه کې د ۳۳۶ پروژو د پلي کېدو چارې تر ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې وزارت د کرنې دودې او د بزګرانو د ملاتړ په پار په مرکز او ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برخه کې د یوشمېر پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي دي، ترڅو بزګران وکولئ شي، چې خپل کرنیز محصولات په مناسب وخت او مناسبه بیه خرڅ کړي او له دې لارې ښه عواید تر لاسه کړي.

سرچینه وايي، دمګړۍ د جوزجان په لایت کې، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۳۳۶ پروژو رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې له دې ډلې د ۱۵۰ عصري ممیزخونو جوړول، د پیازو ۱۵۰ صفرانرژۍ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰ صفرانرژۍ زېرمتونونه، ۱۴ پروژې یې د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل او دوه پروژې یې د مېوو صفر انرژۍ سړې خونې دي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړیږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جوزجان په ولایت کې د یادو پروژو په بشپړېدو سره، بزګران کولی شي، چې خپل سلګونه ټنه پیاز، کچالو مېوې او سابه وچ او زېرمه کړي او په مناسبه بیه یې خرڅ کړي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د کار په پیل سره، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا پلي کیږي، ددې ولایت ۳۳۶ نارینه او ښځینه ځوانانو ته د دندې زمینه هم برابره شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب