سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د هند IPL سیالیو ته د نه اخیستو له امله دغه لوبغاړي ځان وژنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د رپوټونو په اساس د هندوستان هیواد د کورني کرکټ یوه پياوړي لوبغاړي وروسته له هغه ځان وژنه کړې، چې ددې هیواد د کرکټ په سترو تجارتي سیالیو کې وانخیستل شو.

دا لوبغاړی  کرن تیواري نومېدی، چې د هندوستان په ممبي لوبډله کې یې کرکټ کاوه.

هغه د یادي لوبډلې لپاره هم توپ‌اچونه او هم توپوهنه کوله.

ځایي پولیس وايي، چې د کرن تیواري مړی د دوشنبې په ماخستن وموندل شو، چې د اټکل له مخې د شپې لس بجې شاوخوا یې ځان وژنه کړې.

د معلوماتو له مخي، کرن تیواري تر ځان وژنې څو ورځې مخکې خپل ملګري ته ویلي وه، چې په IPL سیالیو کې د نه اخیستو له امله زیات غمجن دی او ممکن ځان وژنه وکړي.

د هندوستان هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د هر کرکټر یو لوی ارمان وي، چې ولوبیږي او د خپل ځان او هیواد لپاره ویاړونه راوړي.

د هند آی پي ایل لوبې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نیټې پوري دوام کوي.

دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ