مارچ 5, 2021

د کرن خان ”مینه او مننه“ شعري ټولګه خپره شوه

له پښتو شاعرۍ سره زموږ وتلي او خوږ ژبی سندرغاړي کرن خان اشنايي پخوانۍ ده . خو کرن خان په لر و بر کې پر خپلو خوږو سندرو دومره مشهور دی چې دده د خوږه شاعري یې تر سیوري لاندې راوستې.
اوس کرن خان ” د مینې او مننه“ په نوم خپله شعري ټولګه خپره کړې.
په دې شعري ټولګه د کرن خان راټول شوي شعرونه دده د سندرو او ټپه ایزو په څېر خواږه روان او د پښتنې خاورې په رنګونو رنګین دي.
زه په خلکو خپه کیږم، زه له خلکو خپه کیږم
اې زه هره ورځ مړ کیږم، هره شپه راژوندی کیږم
د کرن خان مینه او مننه 172 مخونه لري او خپرونکی یې هم خپله شاعر دی.
هماسې چې په موسیقۍ کې کرن خان خپل انفرادي رنګ لري، شاعري یې هم هماغه انفرادي انداز لري.
د کرن خان د دواړو هنرونو ( شاعرۍ او موسیقۍ) لویه ځانګړنه داده چې د کوزې او برې پښتونخوا دواړو رنګونه په یو جام کې راټولوي او لوستونکي او اوریدونکي ته یې وړاندې کوي.
یو وخت راته یو نامتو سندرغاړي وویل، د ځینو پښتو شاعرانو شعرونه ځکه د موسیقت له پلوه بډای نه دي چې زموږ ګڼ شاعران موسیقۍ سره نابلده دي. خو کرن خان چې د موسیقۍ له تارونو سره بلد دی، په شاعرۍ کې یې هم لکه روانې سندرې د موسیقۍ شرنګ او اهنګ په ډیر خواږه انداز پاللی.
پر دې سربیره د کرن خان شاعري هم له خیال او هم له موسیقیت ډکه ده. زموږ د سیمې روان ناورین، په ناورین کې مینه، زموږ بې وزله ولس خو بډای کلتور یې او د سولې، امن او هوساینې هیله د کرن خان د شعرونو اصلي موضوعات جوړوي.
په افغانستان او پښتونخوا وطن کې د کرن خان مینه وال دا ټولګه له لاندې ادرسونو تر لاسه کولی شي.

د کرن خان ( مینه او مننه ) په پورته پتو موندلی شئ.

په اروپا، امریکا او نوره نړۍ کې یې د کرن خان مینه وال له ګوګل پلی سټور څخه له دې ځایه ښکته کولی شئ.
د کرن خان مینه او مننه په ګوګل پلی سټور کې 
راځئ په ګډه د خوږ ژبي کرن خان د” مینې او مننې“ مننه وکړو، شاعري یې ولولو او خوند ترې واخلو.

۱ تبصره

  1. چې هر څوګ شهیدان دي، جنتیان دي خدای بخښلي
    دا پاتې پښتانه راته ساته پروردګاره
    کرن خان

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي