د کرن جوهر په تلویزیوني پروګرام کې د ځوانې ستورې شردها کپور د نه ګډون لامل !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د بالیوډ ښکلي او ځواني هيرویني شردها کپور د مشهور فلم پروډیوسر کرن جوهر د زیاتو لیدونکو لرونکي ټلویزیوني پروګرام کې له ګډونه څخه انکار کړی.
د کرن جوهر دغه شو (کافي ود کرن) نومیږي چې په کې یوازې د فلم مشهور لوبغاړي مېلمانه کوي او ترې پوښتنې کوي او ساعتیرې ورسره کوي.
د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې، شردها کپور ته نژدې سرچینو ویلي، چې د کرن جوهر په ټلویزیوني پروګرام کې د شردها کپور نه ګډون لامل د دغه پروګرام محتوا ده. چې دخپرونې په جریان کې خلک د فلمي ژوند او مسلک پر ځای ترې شخصي ژوند پورې تړلې پوښتنې کوي.
د دغه خبرې له وېرې خپله شردها کرن جوهر ته په ډېر مؤدبانه ډول د نه ورتګ ځواب ویلي او له امله یې بخښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده چې په هېڅ یوه ټلویزیونې پروګرام کې د خپل شخصي ژوند په تړاوو خبرې نشي کولی او دا کار ورته مناسب نه ښکاري، نو همدا لامل دی چې په دغه پروګرام کې ګډون څخه ورته نه ګډون غوره دی.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، د شردها کپور د انکار لامل فرحان اختر دی چې ویل کیږي دواړو څو میاشتې وړاندې سره په خپل منځ کې نژدې اړیکې لرلې، خو د څو ورځو وروسته ددوی د خوږو اړیکو په منځ د درز شکونه پيدا شول.
د یادولو ده چې د بالیوډ مشهور فلم جوړونکي او فلم لارښود کرن جوهر ټلویزیوني پروګرام کافي ود کرن کې فقط د سېنما سره تړلې څهرې بلل کیږي چې هلته ترې نه یوازې په فني ژوند بلکې په شخصي ژوند اړوند پوښتنې هم کیږي.