سینما او موسیقي

پر کرن جوهر یو ځل بیا د خپلوۍ پاللو تور

کرن جوهر یو ځل بیا د هندیانو لخوا په بالیوډ یا هندي سینما کې د خپلوۍ پاللو او د خپلوانو په لوبولو باندې تورن کړی.

کرن جوهر ډېر کله په بالیوډ په خپلولۍ پاللو باندې تورنیږي او د هندیانو له لوري ورته سختې خبرې هم کیږی.

نوموړي باندې ځکه ډېر کله نېوکې کیږي چې په سینما کې دخیلو او مشهورو کسانو د کورنیو غړو ته په فلمونو کې موقع ورکول کیږي.

خو اوس یې بیا هغه مهال د خلکو پام ځانته راواړوه چې وویل یو ځل بیا نوي فلم لوبغاړي ته چانس ورکوي.

نوموړي څه موده وړاندي د سري دیوي لور ته هم په فلم کې چانس ورکړی و.

خو اوس یې د لکشي فلم نړۍ ته د پېژندلو او هغه د نیک هیلو او بریالیتوب په تړاو لیکلي چې په فلم دوستانه کې به ورته موقع ورکړي.

د کرن جوهر له دغه ټویټ وروسته د خلکو نظر د لکشي فلم نړۍ ته راتګ پر ځای د کرن جوهر په خپلولۍ ولګېده.

ډېرو فکر کړی چې نوموړی به هم د کومې مشهورې فلمي کورنۍ پورې تړاو لري، همدا وو چې زیاترو ترې د نوموړي د شهرت په تړاو پوښتلي چې څوک دی؟

ځینو خو یې لا ښکاره ورته لیکلي، چې وروره دا دې بیا د کوم ملګري ځوی دی او یا یې خپل دی؟

خو کرن یې په ځواب کې ویلي، چې لکشي د فلم د نړۍ د کورنۍ سره هیڅ تړاو نه لري او په دې برخه کې نوی هم دی.

زیاته کړې یې ده، چې لومړیو کې یې ډرامو کې کار کولو او د یوې خاصې ازموینې د پاس کولو وروسته فلم ته غوره شوی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی