سینما او موسیقي

کرن جوهر دا ځل ډارونکی فلم جوړوي

د هندي سینما مشهور فلم لارښود کرن جوهر غواړي په خپل لوبیز ژوند کې په یوه بل انداز فلمونه هم ډک کړي.

نوموړي چې تر اوسه یې په ډېر شمېر عشقي فلمونه جوړ کړي دا ځل غواړي چې ډارونکي فلمونه جوړ کړي.

کبهي خوشي کبهي غم، اسټوډنټ اف دې ائیر، کل هونا هو به څېر د مینې د کیسې لرونکي فلمونه کرن جوهر په خپل لارښود سره جوړ کړي او تر دې فلمونو وروسته یې لارښود سنجي لیلا بهنسالي په انداز یو فلم (کلنګ) جوړ کړی، سره له دې چې دغه فلم په باکس افس کې ناکام شو او په ګټه وټه کې پاتې راغی خو د فلم شنوونکو ورته مثبت نظر ورکړی.

دا ځل کرن جوهر د بل فلم لارښود مهیش بهټ په انداز سره یو ډارونکی فلم باندې کار پيلوي.

کرن جوهر پروډکشن کمپني دهرما پروډکشنز یوه ډاروونکی فلم په سریز باندې کار کوي چې نوم به یې (بهوت) وي.

د دغه سیریز په لومړۍ برخې (دې هانټډ شپ) باندې کار شروع شوی چې لارښود یې بهانو پراتاپ کړی دی.

دغه فلم کې وکي کوشل او بهومي پډنیکر کار کړی.

د یادولو ده چې مشهور هدایت کار رام ګوپار ورما په ۲۰۰۳ کال کې د بهوت په نوم ډاروونکی فلم جوړ کړی ؤ خو د کرن جوهر له لوري اوسنی د بهوت په نامه جوړېدنکی فلم سیریز د هاغه فلم سره کومه اړیکه نه لري.

په دې تړاو کرن جوهر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې رام ګوپال ورما سره د خپل سیریز په تړاو خبرې کړي او د دغه عنوان د استعمالولو اجازه یې ترې اخیستې په خبره یې چې هغه هم ورته سمدلاسه اجازه ورکړې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی