د هندۍ سېنما د ځوانې او ښکلي جوړې عالیه بهټ او رنبیر کپور د کوژدې نېټه په ډاګه شوه.
له ډېره وخته ددوی دواړو د مینې او عاشقۍ کیسې کیږي او د واده او کوژدې خبر اورېدو لپاره یې مینوالو په بې صبرۍ انتظار ویسته، چې بلاخره یې یې اوس ځینو رسنیو د کوژدنۍ نېټه روښانه کړې.
د رپوټونو له مخې، دغه ښکلې او مینه ناکه جوړه به د روان ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې سره خپل د یارانې اړیکه د خاوند او مېرمنې په اړېکه بدله کړي او یو بل ته د کوژدنې ګوتمې ور په ګوته کړي.
په رسنیو کې داسې اوازې دي چې د رنبیر کپور مور نیتو کپور غواړي چې د خپل زوی کوژده ډېر ژر وکړي.
څو ورځې وړاندې نیتو کپور د خپل خاوند رشي کپور په تړاؤ داسې اشاره کړې وه چې ګنې خاوند یې د کینسر په نا علاجه ناروغۍ اخته دی.
د نیتو کپور په پوسټ شوي تصویر کې ښکارېدل چې د ۲۰۱۹ کال د خوښۍ د لمانځلو لپاره د رنبیر کپور سره عالیه هم هلته تللې وه او څو ورځې وړاندې بېرته هندوستان ته ستانه شول.
د یادولو ده چې عالیه بهټ د کپور کورنۍ سره ډېر نژدې ده او د نوي کال په خپرو شویو انځورونو کې هم عالیه د کپور د کورنۍ سره یوځای ښکاري.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ