کلتور او هنر

کپل شرما نوی ټلویزیوني پروګرام د سلمان خان په لاسنیوي پیلوي، لومړی مېلمه یې څوک دی؟

د هندوستان هېواد د خندونکو خپرونو مشهور چلوونکی کپل شرما یو ځل بیا د نوي پروګرام سره د ټلویزیون په پرده راځي.

هندۍ رسني وایي، یو میاشت وروسته به د کپل شرما یوه بله خپرونه خپره شي چې له اوسه ورته چمتوالی روان دی.

کپل شرما د مزاحیه خپرونو هغه وړاندې کوونکی چې د نړۍ په ډیری هېوادونو کې مینوال لري، نه یوازې دا چې د خندوونکو خپرونو وړاندې کوونکی دی د بالیوډ سېنما په ځينو فلمونو کې یې هم کار کړی.

مشهور ټلویزیوني پروګرام (دې کپل شرما شو) چې د هندوستان په شمول یې په ډیري هېوادونو کې مینوال لرل د کپل د خرابو اخلاقو او تندې رویې له امله بنده شو، نه یوازې دا چې د کپل دغه شو بنده شوه بلکې د مینوالو تر منځ یې مقبولیت هم له لاسه ورکړ چې همدا لامل شو شرما په ذهني ناروغۍ هم اخته شو.

د اوږدې مودې لپاره کپل شرما د ټلویزیون له پردې لرې پاتې شو زړه یې وکړ چې یوه بله خپرونه پیل کړي چې ویې کولی شول د (فیملي ټایم ود کپل) په نوم یې خپرونه شروع کړه خو دا چې پوره چمتوالی یې نه درلوده نو په همدې خاطر یې دغه ټلویزیونې پروګرام هم ډېر دوام ونه کړ.

له دې وروسته د دغه اداکار د خرابې رویې له امله کوم پروډیوسر نه حاضرېده چې د کپل شرما سره دې شو پیل کړي چې بلاخره پرې د هندۍ سېنما مشهور اکټر او دبنګ خان سلمان خان زړه ورحمېده.

سلمان خان به د شرما د پروګرام پروډیوسر وي

د کپل شرما د نوې پروګرام د پروډيوس چارې یې په خپله غاړه واخیستې او د کپل د ټلویزیوني او فلمي ژوند د ژرغونې لپاره یې میدان ته راودانګل.

د سلمان خان په پروډیوسرۍ کې جوړېدونکی ټلویزیوني پروګرام (دې کپل شرما شو سیز ټو) چې پکې به کپل شرما یو ځل د خپلو مینوالو په خولو خندا راولي اټکل دی راتلوونکې میاشت خپور شي.

هندۍ رسنیو د کپل د نوي پيلیدونکي پروګرام د لومړنۍ خپرونې مېلمه هم په ډاګه کړی او ویل کیږي چې د لومړي پروګرام د چمتو کولو لپاره د بالیوډ کنګ شاه رخ خان په کار بوخت دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه پروګرام کې د شاه رخ خان سره د هغه د (زیرو) فلم اداکاران هم بلل شوي دي.

د کپل شرما د ټلویزیوني پروګرام نوې پړاؤ کې ککو شرما، چندن پربهارکر، بهارتي سنګهـ، کرشنا ابهیشیک او سمونا چکرورتي د کوربه کپل شرما سره یو ځای دي.

بل لورته، د کپل شرما د واده په تړاؤ هم خبرونه خپریږي او ټاکل شوې چې نوموړی به راتلوونکې میاشت د خپل نوي پروګرام له پیل وړاندې د خپلې پخوانۍ ملګرې سره واده وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی