بریا او پرمختګ ژوند بڼه سینما او موسیقي کلتور او هنر

کپيل شرما غواړي يو ځل بيا خپله خپرونه جذابه کړي

لیکنه: مدثر دعوت
خبريال: مدثر دعوت

د هندوستان د تفريحي خپرونو چلوونکی کپيل شرما غواړي د سونيل ګروور په راويستو سره يو ځل بيا خپلې خپرونې ته نوی رنګ ورکړي.

کپيل شرما چې په تفريحي او کميډي خپرونو کې ځانګړی نوم لري، غواړي سونيل ګروور د ځان خوا ته بېرته راکش کړي.

سونيل ګروور او کپيل شرما يوه مشهوره خپرونه چې د کپيل شرما شوو په نامه ده په سوني چينل کې په ګډه پرمخ بيوله، چې د سونيل برخه د هر چا لپاره په زړه‌پورې وه.

خو په ۲۰۱۷ز کې کله چې د دې خپرونې ډله د يوه کاري سفر په موخه اسټراليا ته په لاره وه د کپيل او سونيل ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، چې سونيل پر نيمی لار د ټیم څخه بېل شوی و او تر هغه وروسته يې د کپيل شرما د شوو څخه هم خدای په امانی وکړ.

د خپرونې تر پرېښودلو وروسته يې په بيا بيا غوښتنه وشوه چې باید شوو ته راشي، خو د سونيل ګروور زړه مات شوی و.

اوس کپيل شرما د بمبی ټايم سره په مرکه کې ويلي چې يوځل بيا هيله لري چې د سونيل سره ګډ کار وکړي او يوځانګړی پلان ورته لري.

کپيل وايي:

ما او سونيل د ګورداز د زوی په واده کې چې په پنجاب کې و سره ومو ليدل او په يو بل واده کې چې په ډهلي کي و، هم مو ملاقات وشو، کوچنۍ کوچنۍ ستونزې زموږ ملګرتيا او اړيکو ته زيان نه شي اړولای، سونيل يو غوره اکټر دی، ما چې ورسره ګډ کار کوی ډېر څه مي ترې زده کړه، زه هڅه کوم په راتلونکي کې يوه پروژه راپيل کړم چې له سونيل سره به په ګډ کار کې ډېر خوند ترې واخلم.

کپيل شرما وايي موږ په ګډه هر سخت کار په ډېرې اسانۍ سره ترسره کولای شو، د کپيل شرما د خپرونې لپاره اوس سونيل ته اړتيا نشته هغه ډېره ښه روانه ده، د سونيل ورور لپاره پر يو بل پلان کار کوم.

سونيل ګروور د کپيل شرما سره د هغه د تفريحي خپرونې په وروستۍ برخه کې کار ونه کړ، خو تر هغه وروسته يې د باليووډ په ځينو فلمونو کې کار وکړ چې په ۲۰۱۸ز کې د پټاکا او په ۲۰۱۹ز کې د سلمان خان سره د بهارت فلمونه د يادولو وړ دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ