سینما او موسیقي

کنګنا رناوټ بیا کرلي؛ دا ځل د عالیه بهټ کورنۍ سره په جنجال اوښتې

اعلان

دا ځل کنګنا رناوټ د عالیه بهټ له کورنۍ سره په لانجه ده.

کنګنا رناوټ په بالیوډ کې د جنجالي مېرمني په نوم هم مشهوره ده چې ډېر کله جنجالي مسایلو باندې خبرې کوي، همدا لامل وي چې کله نا کله یې جنجال هم د بالیوډ له ستورو سره په ځوابي خبرو راځي.

دا لانجه له هغه وخته پیل شوې چې څو اوونۍ وړاندې کنګنا د رنبیر کپور او عالیه بهټ پر عمر ولګېده او عالیه بهټ یې د کرن جوهر سره په اړیکو پاللو هم تورنه کړه.

د کنګنا د دغو خبرو وروسته اوس د عالیه بهټ مور سونی رازدان په خپل ټویټر اکونټ لیکلي چې، کنګنا ته په فلمونو کې لومړی چانس مهیش بهټ ورکړ، په دې سره په دې خبره د رناوټ خور رنګولي چوپ پاتې نشوه او پر مهیش بهټ یې ځينې تورونه ولګول.

په رپوټ کې نه دي راغلی چې کوم تورونه یې پرې لګولي دي.

په دغه ټوله کیسه کې خپله عالیه بهټ تر اوسه پوره له چوپتیا کار اخیستی او د کنګنا خبرو ته یې کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

کنګنا او عالیه بهټ دواړه د هندي سینما مشهورې او تکړه اداکارانې دي، دواړو د ځان لپاره په سینما کې ځای جوړ کړی.

کنګنا څو ځلې د فلم د نړۍ په تورو او شرمناکو اړخونو خبرې کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی