حيات الله حيات نن سهار رسنیو ته په ليږلې خبرپاڼه کي ویلي، چي د کرونا د نښو په ليدلو ده خپل سمپل هم د کندهار د کرونا د تشخيص لابراتور ته ورکړی، چي پايله يې مثبته ختلې ده.
کندهار والي وایي دی به خپلي چاري خپل د اوسېدو له ځايه سمبالوي او ستونزه به نه رامنځته کیږي.
والي حيات الله حيات له خلکو غوښتي، چي کرونا جدي ونيسي او روغتيایي تدابير مراعت کړي.
په دې سره حيات لومړنی والي سو، چي د کرونا په ویروس اخته سوی.
هاخوا بیا کندهار کي تر دې دمه ۴۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي.
له دې ډلي ۱۱ تنه مړه سوي او ۲۱ تنه بیا بیرته روغ شوي.
د لویې بریا په لټه کې څه لاسته راوړلی شئ؟
د سترو پایلو لپاره ستر سوچ پکار دی ـ د بریا لپاره عمل اړین دی چې د بریا لار وګرځي او د لوی سوچ له لارې تشکیل ومومي،او د هغه اړیکې رامنځته کېدل ممکن کړي ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي