مارچ 5, 2021

د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا پلان وروستی شو؛ دا پلان څو ګټې او موخې لري

راپورونه: بشر درویش
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشري او د کندهار ښاروال، یو شمېر ولایتي چارواکو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوولینو او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا چوکات (SDF) پلان وروستي کېدو لپاره غونډه وشوه.
د ښار جوړولو وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د ښار جوړولو معین د کندهار ښاري مدیریت لپاره د یاد پلان طرح او تطبیق خورا مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د دغه پلان په تطبیق سره به ډېرې ښاري ستونزې هوارې شي.

سترې موخې

روښان ولسمل په ټینګار سره وویل:

« په دغه پلان کې په ځایي اتصال، د کندهار ښار منظمه پراختیا، کرنیزه او اقتصادي وده تر ټولو سترې موخې دي.»

د ښار جوړولو وزارت خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د ښارونو پراختیا پروژې مسوول عبدالسمیع عبدالرحیمزي هم د یاد پلان مسودې په تړاو پرېزنټېشن وړاندې کړ او د هغه لا غښتلتیا لپاره د ټولو ګډونوالو وړاندیزونه هم ترلاسه شول.

خبرپاڼه کې د ښار جوړولو وزارت له قوله زياته شوې؛ چې د دغه پلان وروستې شوې مسوده د ساساکي په نوم امریکایي کمپنۍ سره شریک کیږي او تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه وروستۍ او بیا د کابینې تر منظوري او د ولسمشر اشرف غني حکم پر بنسټ د هغه تطبیق لړۍ پیل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي