کندهار کي د سولي په نوم د فوټبال ولایتي لوبي پیل شوې

د چهارشنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د سولي په نوم د فوټبال ولایتي ټورنمنټ پیل سو، چي پکښي ۶ لوبډلو ګډون کړی.
د یاد ټورنمنټ د پیل مراسمو کي د کندهار امنیه قومندان تادین خان او د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب تر څنګ نورو چارواکو، لوبغاړو او مینوالو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو مالي ملاتړ هم امنیه قومندان تادین خان او مرستیال والي عبدالحنان منیب کړی.
د کندهار فوټبال فدراسیون رئیس نصیراحمد رحماني یاران ته وویل، چي په دې سیالیو کي کندهار شیرزي لوبډلي، کندهار بي منتخب، بولدک ولسوالۍ منتخب، هلمند منتخب، نیمروز منتخب او فراه منتخبو لوبډلو ګډون کړی.

د رحماني په خبره، چي دا ۶ لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي کندهار بي منتخب، هلمند منتخب او بولدک ولسوالۍ منخب ټیم شتون لري، خو په دوهم ګروپ کي بیا کندهار شیرزی لوبډله، نیمروز منتخب او فراه منتخبي لوبډلي ځای لري.

د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ نن ماپښین دوې نیمي بجې کندهار بي منتخب د هلمند منتخب ټیم په وړاندي لوبیږي او د یادو سیالیو په دوهمه لوبه کي بیا سبا جمعه پر عیني وخت شیرزی ټیم د فراه ولایت سره لوبیږي.




وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ