Advertisements
سپورټ کورنی کرکټ

کندهار؛ پنجوايي لوبډلې د یووالي او سولې په نوم د کرکټ سېالیو اتلولي خپله کړه

راپور : عبدالله عادل

په کندهار کي د ځوانانو د یووالي او سولي په نوم د کرکټ یادي سېالۍ تېره ورځ جمعه د پنجوايي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د هارډ بال دغه سېالۍ څلورمیاشتي وړاندي د پنځو لوبډلو تر منځ په لار اچول سوي چي پنځو واړو لوبډلو یو د بل پر وړاندي دوې لوبي ترسره کړې چي په ټوله کي د پایلوبي په شمول۲۳  لوبي ترسره سوې .

د یادو سېالیو پایلوبي ته د پنجوايي او انصاف په نوم لوبډلو لار موندلې وه چي په پای کي د پنجوايي لوبډلي انصاف لوبډلي ته په ۶ ویکټو ماته وکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

کورنی کرکټ د نړیوال کرکټ یو مهم اړخ جوړوي ځکه له همدغه ځای څخه ځوان استعدادونه ملي او نړیوال کرکټ ته ورپېژندل کیږي او ورته ددې موقع برابریږي چي خپل درلودونکی استعداد ښکاره او لا هم وغوړوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی