افغانستان کلتور او هنر

د کندهار نارنج ماڼۍ

د یو شمیر لرغونپوهانو په وینا نارنج ماڼۍ ۲۳۴۱ کلونه مخکې د مقدوني سکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې وه چې هغه مهال یوه پوځي اډه وه، ویل کیږي کله چې سکندر له یونانه راغی په ټول هیواد کې یې ۱۲ دا ډول ماڼۍ جوړې کړې چې د ( سکندریه ماڼیو)  په نوم یادیدلې چې اوس یې ۱۱ ماڼۍ بیخي له منځه تللي خو نارنج ماڼۍ د خاورو د یوې غونډۍ په بڼه پاتې ده.

د استاد حبیب الله رفیع په وینا د کندهار لرغونې ښار چې نارنج ماڼۍ یې ارګ بلل کیده. (( د چهل زینو جنوبي اړخ ته د قیتول د لوړ غره په ختیځه لمنه کې جوړ شوی و چې له دود سره سم یې د یوې کلکې کلا بڼه درلوده چې هرې خواته یې د څار پاخه برجونه ودان وو))

استاد رفیع وايي چې ددې ښار په منځ کې د نارنج په نامه یوه لویه شاهي ماڼۍ وه چې پاچاهانو به په کې ناستې کولې او تصمیمونه به یې نیول.

دا ماڼۍ د هوتکیانو تر مهاله جوړه وه ددې دورې وروستي پاچا شاه حسین هوتک هم کاروله وايي دلته شاعرانو ادیبانو اونیزې مشاعرې  او د کره کتنې غونډې کولې، ارواښاد پوهاند حبیبي پټه خزانه هم د همدغه مهال زیږنده ګڼي.

پوهاند حبیبي ددې مهال د زوال پر اړه کاږي ((د اوسني کندهارغرب ته د کندهار د زاړه ښارخرابې دي، چي تراوسه يې د ځینو مهمو ودانیو اثارپاته دي.

د حکومتي ځای ارګ نخښي يې ښکاره دي، خندقونه او دښار کلا او د ځینو دروازو مواقع يې معلومیږي.

داښار افشارنادرشاه تریوکال محاصرې وروسته (۱۱۵۱ هجري) فتح کړ او د هوتکو وروستی پاچا اعلیحضرت شاه حسین، چي یوکال يې په مړانه او شجاعت د ښارمدافعه کړې وه د نادرافشار په امر مازندران ته نفي سو))

نادر افشار له غوسې دا ښار وران کړ او د نادر اباد په نامه یې د یوه نوي ښار د بنسټ ډبره کیښوده.

د کندهار لرغونی ښار د کرنو په ځمکو بدل شوی خو د نارنج ماڼۍ په کې د خاورو د یوې غونډۍ په بڼه ولاړه ده.

۵۶ کلونه مخکې په دې غونډۍ کې تاریخي کیندنې پیل شوې وې چې د جګړو له پیل سره نیمګړې پاتې شوې، تیر کال د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت یو ځل بیا په دغه غونډۍ کې کیندنې پیل کړې دي چې تر اوسه یې یو ستر حمام، د اوبو سیستم او یو شمیر خاورین لوښي په کې موندلي دي ښايي څو نور کلونه وخت واخلي چې نارنج ماڼۍ په بشپړ ډول سره وسپړل شي او اثار یې په فني ډول را وایستل شي.

ارواښاد حبیبي د نارنج ماڼۍ په اړه لیکلي (( دا ماڼۍ له مځکي څخه تخمینا سل متره لوړه ده او ښايي پنځه یا شپږ پوښښه وي.اوس تقریبا مربع شکل لري، چي هره ضلعه يې ترسل متره کمه نه ده.له کښې داماڼۍ په ډبروپخه پورته سوې ده او په منځ کي اوږده اوږده سوپان اوتورغارونه لري.

محمد هوتک، چي په خپلو سترګو يې داسلطنتي ودانۍ لیدلې ده، وایي چي د نارنج قصرد کندهار په ارګ کښي و او اعلیحضرت شاه حسین هوتک به په هفته کي یوه ورځ په خپله کتب خانه کښي هلته د علماء سره مجلس کاوه.))

خو د جګړو په کلونو کې د نارنج ماڼۍ ته درانه تاوانونه اوښتي خپلسرې کیندنې په کې شوي او اثار یې قاچاق شوي دي او تر ډیره خاوره یې هم په شاوخوا کې د کورونو جوړولو لپاره وړل شوې ده، خو اوس اطلاعاتو او کلتور وزات ددغې ماڼۍ له احاطې نه اغزن تار تاو کړی او له خلکو یې خوندې کړې ده.

تمه ده چې د فني کیندنو په ترڅ کې به په نارنج ماڼۍ کې د بیلو تاریخي دورو اثار وموندل شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل