اپریل 19, 2021

کندهار کې د سولې په نوم د غېږنیوني لوبې وشوې

د مسئولینو په خبره د غېږنیوني دا لوبي د سولي په نوم د کندهار په باغ عمومي فوټبال لوبغالي کي د دوو ورځو لپاره ترسره سوې، چي پکښي لسګونه پهلوانانو ګډون کړی وو.

د کندهار بدني روزني عمومي ریاست مسئول مدیر آغا زما یاران ته وویل، چي دا لوبي په کندهار کي د سوداګرو په مالي لګښت د سپورټ او بدني روزني ریاست لخوا جوړي سوي وې.
د مدیر آغا په خبره، چي په دې سیالیو کي د کندهار تر څنګ د فراه، هرات او د ډیورنډ فرضي کرښي هاخوا د چمن، کوټي او بلوچستان څخه پهلوانانو برخه اخیستې وه.

د یاد مسئول په خبره چي موخه ئې د دې سیالیو څخه د بیلابیلو سیمو د پهلوانانو او خلګو ترمنځ یووالی راوستل دي.
د دې سیالیو لیدلو ته په زرګونه مینوال راغلي وه او دا لوبي ئې له نژدې کتلې.

غېږنیونه دلته کندهار کي خوار پخوانۍ مخینه لري. د پخوا په پرتله ئې اوس لوبغاړي او مینوال کم دي، خو پهلوانان په دې کي دولت پړ بولي.

دوی وايي، چي د لوبغالو نشت او غېږنیوني ته د اُصولو نه جوړول هغه موارد دي، چي د کندهار ترڅنګ ئې په هیواد کي هم غېږنیونه پيکه کړې ده.