مارچ 2, 2021

په کندهار کي د فوټسال ۸ ورځنۍ سیالۍ پاي ته ورسېدې

راپور: صابر حمیدي
د افغانستان د آزادۍ ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ کندهار کي جوړي سوي د فوټسال لوبي د پنجشنبې په ورځ پاي ته ورسېدې.
د مسئولینو په خبره د فوټسال دا لوبي د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۰م کلیزي په ویاړ یوه اونۍ مخکي د کندهار په درو جمنازیمونو شهیداحمدولي خان، احمدشاهي او ملي ورزشي جمنازیمونو کي پيل سوي وې، چي تیره پنجشنبه د بامیکا فوټسال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.
ددې سیالیو ترتیب کوونکي جمال ناصر طرزي یاران ته وویل، چي ددې سیالیو د پيله ۸ لوبډلو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې پایلوبي ته بامیکا او جیکیور فوټسال لوبډلو لاره پيداکړې وه.
د طرزي په خبره، چي یاده پایلوبه تیره پنجشنبه په ملي ورزشي جمنازیم کي په شاندارو مراسیمو سره ترسره سوه، چي بامیکا ـ جیکیور  ته ۵ ګولونه پر ۲ ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي ئې خپله کړه.

د یاد مسئول په خبره، چي ددې سیالیو څخه ئې موخه د افغانستان د ۱۰۰مي کلیزي لمانځل او د لوبغاړو ترمنځ یووالي راوستل وه.
د یادولو وړ ده، چي په دې ټورنمنټ کي د ګډونوالو لوبډلو لوبغاړي هم ددې سیالیو څخه خوښي وښودل او له مسئولینو څخه یې د نورو لوبو د جوړېدو غوښتنمه وکړه.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ