مارچ 8, 2021

د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو په ویاړ د فوټبال ټورنمنټ پيل سو

Advertisements

د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د پنجشنبې په ماښام د ۵۰ آزادو بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل سوې، چي موخه ئې ورڅخه د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۰مي کلیزي سم لمانځل دي.
دا سیالۍ چي د پټۍ په پرېکېدو سره د پنجشنبې په ماښام پيل سوې، پر مهال ئې د کندهار والي حیات الله حیات، د کندهار فوټبال فدراسیون مسئولینو، مدني فعالانو، ځوانانو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو او له ځان سره ئې د هیواد تور، سور او زرغون بیرغونه درلودل.
د ټورنمنټ په پيل کي د کندهار فوټبال فدراسیون د ځوانانو کمېټې مسئول او د میوند اتلانو لوبډلي کفتان فیض محمد فیضي له والي څخه د کندهار د احمدشاهي لوبغالي د څراغونو د جوړېدو او د میوند اتلانو لوبډلي څخه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
وروسته والي حیات الله حیات د دې سیالیو پر جوړېدو خوښي وښودله، چي د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ لوبغاړي بیلابیلي لوبي ترسره کوي او له ځان سره د هیواد بیرغ رپوي.
کندهار والي د احمدشاهي لوبغالي یو شمیر ستونزو ته په کتو د فوټبال فدراسیون مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چي د حل په موخه به یې ژر اقدام وکړي.
په دې سیالیو کي ګډونوال لوبغاړي هم خوښ دي، چي د کندهار فوټبال فدراسیون له لوري ورته دا ډول رسمي سیالۍ جوړیږي، دوی له مسئولینو څخه د دې لوبو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ