په کندهار کې یو ځل بیا د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: فضل الله فضلي
په کندهار د روژې میاشتي په مناسبت د شپې لخوا په عمومي احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل سوې.
یادي سیالۍ د کندهار ولایت د والي مرستیال عبدالحنان منیب په نامه پیل سوې.
71a5c4c1 e009 4367 bf77 e9ad2f196d16 په کندهار کې یو ځل بیا د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې
په مراسمو کي چي وړمه شپه نیول سوي، وه پکښي د کندهار ولایت مرستیال والي، د کندهار د بدني روزني سرپرست رئيس مدیرآغا، بېلابېلو لوبغاړو او د یو شمېر دولتي سکتورونو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.
یادي سیالۍ به د روژې مياشتي تر پایه دوام وکړي او د یادو سیالیو لومړۍ مقام ګټونکي لوبډلي ته د مرستیال والي عبدالحنان منیب لخوا یوه عراده موټرسایکل ورکول کیږي.
په کندهار کي اوسمهال د فوټبال ترڅنګ د کرکیټ او فوټسال سیالۍ هم په مختلفو لوبغالو او جمنازیمنو کي رواني دي.
da61029e a777 4646 93cc cfe3fdf60e04 په کندهار کې یو ځل بیا د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې
له تېرو څو کلنو راپدې خوا د کندهار خلګ د هري روژې میاشتي د شپو څخه په استفادې مختلفي لوبي ترسره کوي او خورا خوشحاله وي.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.