کندهار کي د ځوان خوځښت په نوم د فوټبال سېالۍ پیل شوې

لیکنه: عبدالله عادل
پرون د کندهار ولایت د یو خصوصي انستیتوت (شیرزي) پر لوبغالي د ۱۶ فوټبال لوبډلو ترمنځ د ځوان خوځښت په نوم سیالۍ پیل سوې.
د نوموړو سېالیو په لاره اچوونکي وایي چي ددې سیالیو څخه یې هدف په کندهار کي د تنکي ځوانانو ترمنځ د ورزش یا په ځانګړي ډول د فوټبال لوبي ژوندي ساتل دي.
د فوټبال دغه سېالۍ د قول اردو ځوانانو او چمپینز ټراپي په نوم د فوټبال لوبډلو تر منځ په لوبي سره پیل سوې چي قول اردو ځوانانو لوبه 3–0 په خپلي بریا سره پای ته ورسول.
د پرون د بریالۍ لوبډلي قول اردو لپاره درې سره ګول وهني جهانزېب ترسره کړې.
د ځوان خوځښت په نوم د فوټبال دا سېالۍ به دوې اونۍ جریان پیدا کړي.