مارچ 3, 2021

کندهار؛ وطن لوبډلي د رمضان کرکټ سېالیو اتلولي خپله کړه

لیکنه : عبدالله عادل
په کندهار ولایت کښي د روژې میاشتي له پیل سره سم د رمضان کپ په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزه سېالۍ پيل سوي وې چي پکښي ټولټال ۴۰ لوبډلو برخه اخیستې وه.
د یاد کپ لوبي د شپې لخوا څخه ترسره کېدې چي ورته په زیات شمېر مینوال د نندارې لپاره ورتلل.
د رمضان کپ شپنیو سېالیو پایلوبي ته د وطن او سوپر مارکېټ کرکټ لوبډلو لارموندلې وه چي تېره شپه یې تر منځ پایلوبه ترسره سوه.
د پایلوبې ټاس سوپر مارکېټ لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه ، دوی په پوره ۱۰ اورونو کښي مقابلي لوبډلي وطن ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه.
د وطن لوبډلي ټاکل سوی هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۸ اورونو کښي بشپړ او د یادو سېالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د ټورنمینټ غوره لوبغاړی په ۳۴۰ منډو له وطن کرکټ کلب څخه صدیق الله ، د ټورنمینټ غوره توپ اچوونکی خالداحمد او د سېالۍ غوره لوبغاړی هم له وطن کرکټ کلب څخه نجیب خان ونومول سو چي ۵۵ منډي یې جوړي کړي وې.
د یادوني ده چي دلته کندهار کښي د یادو سېالیو سره مهاله د نورو ورزشونو بیلابیلي سېالۍ هم رواني وې ، چي لېدو ته به یې په زیات شمېر مینوال ورتلل او هلته به یې د شپې تر ناوخته د لوبو ننداره کول.