هرات، ولایتي سېالۍ په بریا سره پیل کړې

راپور: عبدالله عادل
په کندهار کي د همدې ولایت پر سیمه ییز کرکټ لوبغالي د کرکټ ۵۰ اوریزه ولایتي سېالیو په لړ کښي پرون د بي ګروپ لومړۍ لوبه د هرات او اروزګان ولایت د منتخبو لوبډلي تر منځ ترسره سوه چي د هرات په بریا پای ته ورسېده.
د لوبي ټاس د اروزګان لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي په ۴۹.۵ اورونو کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۴ منډي جوړي کړې او هرات ته یې د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه.
د اروزګان لپاره په توپ وهنه کي نجیب الله ۷۸ او روح الله ۵۲ منډي جوړي کړې او د هرات لپاره بیا په توپ اچونه کي سلام کاکړ پنځه ویکټي ترلاسه کړې.
د هرات لوبډلي ټاکل سوی هدف په ۲۹م اور کي د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او لوبه یې په اووه ویکټو سره وګټل.
د هرات لپاره په توپ وهنه کي اکبرعلي *۱۰۰ او محمدیونس ۶۴ منډي جوړي کړې.

د هرات څخه اکبرعلي په ۱۰۰ منډو جوړولو سره د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.
سبا د یادو سېالیو په لړ کي د زابل لوبډله د اروزګان سره لوبیږي.