کندهار کې د ورځې د چرګانو ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او ۱۲۰ زره هګۍ تولیدیږي

راپور: بشر درویش

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخیږي.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۱۱۲۰ لوی او واړه فارمونه او د هګیو چرګانو ۱۳ فارمونه شتون لري، چې ۷۰۰ یې فعال دي او د ورځې ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او نږدې ۱۲۰ زره هګۍ تولیدوي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بساینې ته نږدې کوی او ددې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمون څخه ګټه پورته کړي.

د وارداتو مخنیوی

کندهار کې د چرګانو فارم – کرنې وزارت

د افغانستان د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.

د چرګانو غوښتې اوسنی تولید، اړتیا او ځان بساینه

دمګړۍ د هېواد په کچه د چرګانو د غوښې دتولید په پار اته زره او ۷۰۰ فارمونه فعالیت لري. د ارزونې له مخې افغانستان په کال کې ۲۹۵ زره مټریک ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري، چې ۲۱۹ زره مټریک ټنه یې، چې نږدې ۸۰ سلنه کیږي د ننه په هېواد کې تولیدیږي.
باید وویل شي، چې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده، چې روان کال د چرګانو د غوښو د تولید ۷۰ فارمونه جوړ شي، چې تر ډېره د چرګانو د غوښو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوی او افغانستان په دې برخه کې پرځان بسیا کیږي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي