فبروري 26, 2021

په کندهار کي ولایتي چیلینج کپ سېالۍ پیلیږي

لیکنه: عبدالله عادل
ټاکل سوې نن شنبه د بُست زون په مرکز کندهار ولایت کي د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ دکلنی پلان مطابق ولایتي چیلینچ کپ اول پړاو سیالۍ پیل سي.
یادي پنځوس اوریزه سېالۍ د بُست زون اړوند شپږو ولایتونو: هلمند،نیمروز ، فراه ،هرات ، زابل او ارزګان ولایتونو تر منځ ترسره کیږي.
په سېالیو کي لوبېدونکي شپږ ولایتونه پر دوو ګروپونو ویشل سوي دي.
په الف ګروپ کي هلمند،نیمروز او فراه او په بي ګروپ کي هرات ، اروزګان او زابل ولایتونه برخه لري.
د هر ګروپ څخه مخکښه لوبډله به د یادو سېالیو دوهم پړاو ته لاره پیدا کوي چی هلته د کندهار ولایت په شمول شپږ ولایتونه مخکي له مخکي شتون لري او شپږ ولایتونه به ددغه پړاو څخه ورته کوالیفای کوي چي هلته به ۱۲ ولایتونه په چیلینچ کپ دوهم پړاو کي ولوبیږي .
د اول پړاو چیلینچ کپ تګلاره

د بُست زون د ۶ ولایتونو څخه یې ۲ کوالیفای کوي.
د امو زون د ۶ ولایتونو څخه یې ۲ کوالیفای کوي.
د بند امیر زون د ۴ ولایتونو څخه یې یو ولایت کوالیفای کوي.
او لکه څرنګه چي په سپین غر زون او میس عینک زونونو کي دوه دوه ولایتونه شتون لري چي دغه دواړه په یوه ګروپ کی شامل دي او یو ولایت کوالیفای کوي.
وروسته بیا د دوهم پړاو چیلینچ کپ څخه بیا اول پړاو ولایتي چیلینچ کپ( ګریډ ون) ته شپږ لوبډلې کوالیفای کوي چي هغه ولایتي لوبي به د لیسټ آي لوبو مقام ولري.
د یادوني وړ ده چي په یادو سېالیو کي به هره ورځ یوه یوه لوبه ترسره سي چي ټولټال ۸ ورځي به دوام وکړي.