مارچ 8, 2021

کندهار: د کیک بوکسینګ درې لوبغاړي ملي لوبډلي ته انتخاب شول

Advertisements

لیکنه: عبدالله عادل
تېره اونۍ د کندهارولایت د کیک بوکسینګ فدراسیون نهه تنه غړي د سپورټ او بدني روزني د ریاست په همکارۍ په ولایتي سېالیو کي د ګډون په موخه مرکز کابل ته تللي وه چي په یادو نهه غړو کي دوه روزونکي او پاته اووه لوبغاړي (فایټران) وه.
د کندهار د کیک بوکسینګ فدراسیون مسئول میرویس فرقانیار وايي چي د کندهار څخه برخه اخیستونکو ۷ لوبغاړو ټولو ښې لوبي ترسره کړې چي د یادو لوبغاړو له جملې څخه یې درو تنو لوبغاړو ملي لوبډلي ته لار پيدا کړه د نوموړي په وینا حنظله الرحمن ، حامد او حیات الله درې تنه کندهاري لوبغاړي دي چي په بیلابیلو وزني کټګوریو کي یې د کیک بوکسینګ ملي لوبډلي ته لاره پيداکړه.
په دغه سېالیو کي همدارنګه حنظله او حامد لومړی ، حیات الله دوهم او یوه بل لوبغاړي څلورم مقام خپل کړئ.
د یادوني وړ ده چي له کندهار څخه برخه اخیستونکې دغه ډله نن په ډک لاس یاد ولایت ته راستنیږي.
 

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ