افغانستان اقتصاد ټولنیز ژوند سرسکالو

د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي.

د کرنې وزارت په همدې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له خوا پلي کیږي، د کندهار د بولدک ولسوالۍ د ځایي مالدارانو او کوچیانو د مالدارۍ د ودې په پار په کې، د مالدارانو څارویو لپاره ۲۰ خاورین حوضونه او د څړځایونو بیارغول شامل دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي:

«ددې پروژې پلي کول په دې سیمه کې د مالدارۍ د ودې ترڅنګ د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.»

په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د بولدک ولسوالۍبرخمن شوي کوچیان او ځايي مالداران د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د مالدارانو او بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له مالدارانو او  بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

هغوی وویل:

«د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل کیږي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.»

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې  ددې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه تر دې وړاندې هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر ستونزې هوارې شوي دي.

سرچینه زیاتوي؛ ښاغلی سیدي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ