اپریل 19, 2021

ويلمسن د بنګلدېش په وړاندي نه لوبېږي

د نيوزلينډ کريکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر کېن ويليمسن د څنګلې د زخم له کبله د بنګلدېش په وړاندې يو ورځنيو لوبو لړۍ کې نسي لوبېدلای.

د نيوزلينډ کريکټ بورډ د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويله چې د ويليمسن ستونزه شديده ده او نسي کولای چې په راتلونکو لوبو کې ولوبېږي.

کريکټ بورډ ويلي چې د اسټراليا سره د شل اووريزو لوبو پرمهال چې نيوزلينډ ۳-۲ وګټله، په هماغه وخت کې د ويليمسن چپه څنګلې ستونزه پيدا کړې چې بايد استراحت ورکړل سي.

د نيوزلينډ کريکټ ملي لوبډلې د طبابت د څانګې مسئول ډايل شاکل ويلي چې د دوبې راهيسي د ويليمسن څنګلې په بيلابيلو برخو کې دردونه پيدا کړي موږ هڅه کړې چې کنټرول يې کړو خو لاهم نه يوو توانېدلي.

نوموړي ويلي چې کين ويليمسن د هر ډول لوبو لپاره ډېر سخت تمرينونه کوي نو ځکه يې زيانمنې سوي ساحې بيرته نه جوړېږي،موږ مجبور يوو چې په پرلپسې ډول استراحت ورکړو تر څو بيرته عادي حالت ته راوګرځي.

روزونکي ګيري سټيډ اندېښنه ښودلې چې د مارچ په شلمه د بنګلدېش په وړاندې د دريو يو ورځنيو لوبو په لړ کې د ويليمسن نشتون به د لوبډلې لپاره ننګونه وي،دده په باور چې دا به اسانه نه وي چې ويليمسن به بيرته ژر لوبو ته راوګرځي.

دده په خبره موږ په روان کال کې ستري لوبې په مخکې لرو،انګلستان ته د ټيسټ لوبو لپاره سفر،په می او جون مياشت کې د ټيسټ چمپينشيپ پايلوبه او نورې لوبي خو هيله من يوو چې ددې لوبو لوبو لپاره به ويليمسن له ځانه سره ولرو.