پوهنه ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

غواړئ چې لایق او بریالي زده‌کوونکي شئ؟

لیکنه: ياران
ليکنه: فرزانه زيار

د يوه زده‌کوونکي د لیاقت او بریاليتوب دليل د هغه تر ډېرې لوړې توانايۍ يا فوق العاده استعداده پورې اړه نه لري، بلکې د هغه پر هڅو، کوښښونو، د ژوند او درسي برنامو په سم مديريت پورې اړه لري.

دا پوښتنې مې ډېرې اوريدلې:

استادې څنګه بریالۍ کېدای شم؟

زه ولې نه بریالۍ کېږم؟

په یاد ولرئ چې يوازې خپله زده‌کوونکي کولای شي پر خپلو هڅو او کوښښونو خپلو استعدادونو ته انکشاف ورکړي او هر کله بریالي شي.

تاسو کولاس شئ د لاندې ټکو په عملي کولو سره يو لایق او بریالی زده‌کوونکی شئ:

۱- ډېر زده‌کوونکي مې ليدلي چې ټولګي کې به ناست وي، خو د درس پاڼه به له استاد يا نورو زده‌کوونکو څخه پوښتنه کوي، کله چې استاد د درس پر تشريح پيل وکړي، هر څه به ورته نوي ښکاري. پر دې به نه پوهېږي چې کومو ټکو ته ډېره پاملرنه وکړي، نو بریالي زده‌کوونکي هغه دي چې مخکې له دې چې ټولګي ته ولاړ شي خپل نوی درس مطالعه کړي او پر هغو ټکو چې نه پوهېږي د پنسل په وسيله یې نښه کړي، بیا به پر دې وپوهېږي چې استاد څه وايي او کومو ټکو ته باید ډېره پاملرنه وکړي.

۲- هڅه وکړي، پر ژمنيو رخصتيو او يا نورو رخصتيو کې خپل د خوښې وړ کتابونه ولولي.

۳- ټاکلې موخه ولري، که يو زده‌کوونکی ټاکلې موخه ونه لري، نو هېڅکه هم نشي بریالی کېدای، لکه کله چې له ځينو زده‌کوونکو پوښتنه کوئ،  مثلاً غواړئ په راتلونکې کې څه ډول کس در څخه جوړ شي؟

نو يا چُپ پاتې کېږي او يا خو وايي چې تر هغه وخته څوک مړه، څوک ژوندي.

چې دا ناهيليتوب، پر ځان باور نه درلودل يا د ټاکلې موخې نه درلودل خپله د زده‌کوونکو د استعدادونو د له منځه وړلو لامل کېږي. په مقابل کې د موخې درلودل او خپلې موخې ته د رسېدلو لپاره هڅه کول د زده‌کوونکو  استعدادونه لا پیاوړي کوي، او درس ورته يو مصيبت نه وي، بلکې له خوند ترې اخلي.

۴- له خپلو ټولګيوالو سره فعال رقابت ولرئ او د درسونو په زده کولو کې له يو بل سره مرسته وکړئ.

۵- په پوره دقت سره درس ته غوږ ونيسي او د درس پر هر ځای چې پوه نه شوئ له بل زده‌کوونکي څخه پوښتنه مه کوئ، خپله له استاده پوښتنه وکړئ، پر ذهن کې مو ناحل شوې پوښتنې او ستونزې مه پرېږدئ، خامخا پوښتنه وکړئ، ځکه دا پوښتنې مو ذهن علمي کمزوريو خوا ته بیایي.

۶- هڅه وکړئ  د کتاب متن ښه په ځير سره ولولئ له خپل ځان سره یې تشريح کړئ بیا له خپل ځان څخه پوښتنې وکړئ، د کتاب پوښتنو ته – بې له دې چې د پوښتنو حل وګورئ – ځواب ورکړئ.

۷ – ځينې زده‌کوونکي فکر کوي که تر نيمو شپو درس ولولي، نو درس به یې ښه زده شي او يوه اصلاح هم لرو چې وايي: [بالاخره مې ويښې شپې تېرې کړې دي.] هغه وخت کولای شو ښه درس زده کړو چې خوب مو پوره و اوسي، نو هڅه وکړئ چې د شپې وختي ويده شئ او سهار وختي له خوبه پاڅېږئ، ځکه د سهار د هوا تنفس کول خپله د ذهن د پياوړتيا سبب  ګرځي.

۸- د شپې د ويده کېدلو پر وخت کې درس ولولئ او سهار یې تکرار کړئ.

۹- پر بېکاره ساعتونو کې او یا پر تفريح کې خپل تېر درسونه یو بل ته تشريح کړئ، په دې به پوه شئ چې څومره پر درس پوهېدلي یاست او د خپل ځان پر اړه به يو ښه احساس پيدا کړئ، خلاصه پر ځان به مو باور لا زیات شي.

۱۰- د نومرو سلنه (هغه که د کانکور پر ازموينه کې وي يا د فراغت سند کې) ډېره اړينه وي، نو تل هڅه وکړئ چې لوړې نومرې واخلئ.

۱۱- موخه مو له درس ويلو څخه څه ده؟

ښه فکر وکړئ او دې ډول پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړئ، د خپل ځان لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې موخې وټاکئ، په دې کار سره به مو د رس ويلو انګېزه لا قوي شي او د درس لپاره به پوره انرژي ولرئ.

۱۲- خپل ځان ته پام وکړئ، ځکه وايي: (سليم عقل په سالم بدن کې دی.) ډوډۍ خوړلو، ورزش او تفريح ته ارزښت ورکړئ، چې ذهن مو د نوو اطلاعاتو د جذب لپاره آماده و اوسي.

۱۳ـ د ازموینې پر ورځو کې ځان پر نورو کارونو مه بوختوئ، د مهمانيو له تللو او محفلونو څخه ډډه وکړئ.

۱۴- خپل درسونه هره ورځ ولولئ، د ازموینې شپې ته یې مه ساتئ، د ازموینې پر شپه خپل درسونه تکرار کړئ او وخته ويده شئ.

۱۵- هر کله د ازموینې پر اړه مثبت فکر وکړئ، هېڅکله له ازموینې څخه مه ويرېږئ چې وېره مو  د درس د هېرېدلو سبب ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ