مارچ 3, 2021

د لاندې ټکو په عملي کولو د خپل اولاد پټ استعدادونه کشف کړﺉ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

د لاندې ټکو په عملي کولو د خپل اولاد پټ استعدادونه او علایق کشف کړئ.

  • خپلو اولادونو ته داسې امکانات برابر کړئ چې په بېلابېلو برخو کې، لکه هنر، علوم، ادبیات، رهبري، سفر، ورزش او… کې تجربه ترلاسه کړي. خپل اولادونه تشویق کړئ چې بېلابېل مسایل تجربه کړي، چې وموندئ چې د دوی په منځ کې څه تیرېږي.

هغو ته اجازه ورکړئ چې بېلابېل فعالیتونه تعقیب کړي، څه دا فعالیتونه ستاسو په علاقه وي او يا نه وي، ځکه کېدای شي په خپلو هغو علایقو چې پرې پوه نه ول، خبر شي دا پر دې مانا چې باید پراخه او قبلوونکی ذهن ولرئ او په دې لاره کې ډېر ناملایمات او ناخوښي مسایل وزغمئ.

  • کوښښ وکړئ چې د خپلو اولادونو استعدادونه ووینئ او ويې پېژنئ او هغوۍ تحریک کړئ چې دا استعدادونه په خپل وجود کې غټ کړي. هغه ماشومان چې لوړ کلامي استعداد لري په کوچونیتوب کې غږېږي او يا لوستل زده کوي.

تاسو کولای شئ چې د يو څو کتابونو، کاغذ یا کمپیوټر په پیرلو د لیک او لوست لپاره د هغوی د استعدادونو پالنه وکړئ.

  • د اولادنو غوره کارونو ته پاملرنه وکړئ. مور او پلار تل د اولادنو خراب کارونه هغوی ته یادوي، د اولادونو په غلط کار د والدینو دائمي توجه د ماشومانو د عزت نفس او ابتکار د کموالي لامل ګرځي. کله چې دائماً په اولادونو غوسه کېږئ، نشئ کولای چې هغوۍ ښو کاروته تشویق کړئ.
  • د اولادونو ښو مقاصدو او نیتونو ته پاملرنه وکړئ. موږ تل فکر کوو چې د اولادونو بدرفتاري قصداً ده. پر ځای د دې چې دفعتاً پر هغه ځای هغوی ته غوسه شو، یو څو شېبې فکر وکړئ چې ممکن هغوی بد قصد ونه لري، مثلا شاید اولاد مو په خپلو رنګو باندې د دېوال پر مخ نقاشي کړي وي، فقط غوښتل یې چې نقاشي تمرین کړي او نه پوهېدلو چې کار یې ښه نه دی.

دې ده دا کار باید لامل نشي چې تاسو فکر وکړئ چې هغه یو بد ماشوم دی. که پر هغه غوسه شئ او ورته ووایئ چې هغه یو بد ماشوم دی. ماشوم مو دا خبره په زړه کې نیسي او خپله هم فکر کوي چې یو بد ماشوم دی، چې دا کار جدي ستونزي منځته راولي.
دا چې د خپلو ماشومانو ښو مقاصدو ته پاملرنه ولرئ، تر څنګ یې هغوی ته مثبته انرژي ورکړئ او ورته ووایئ چې د دې پر ځای چې پر دېوال نقاشي کوي، د کاغذ پر مخ یې وکړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي