Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

کامران اکمل په اوسني لوبډلمشر سرفراز احمد او روزونکي انتقاد کړی

د پاکستان پخواني وېکټ ساتونکي توپ وهونکی کامران اکمل د پاکستان په کرکټ بورډ او اوسنۍ رهبرۍ ډلې له دې امله اعتراض کړی، چې هغه یې دوه کاله له لوبو کېنولی او بیا یې پوښتنه نه ده کړې.

کامران اکمل او عمر اکمل دوه ورونه وو، چې په ښي لاس یې توپ وهنه کوله او د پاکستان لپاره یې له لاسته راوړنو ډکې لوبې کړي دي.

دا دواړه ورونه اوس د پاکستان په نوملړ کې له اوږدې مودې راهیسې نه معلومېږي.

کامران اکمل ویلي:

«د یو لوبډلمشر او روزونکي لپاره دوه کاله کافي وخت دی، چې په رهبرۍ کې یې لوبډله و ارزول شي؛ خو دا چې د پاکستان اوسني لوبډلمشر سرفراز احمد او اوسني روزونکي مایکي ارتور درې کاله رهبري وکړه؛ خو لوبډلې پکې ښه کارکرده ګي ونه کړه؛ نو باید تغیر شي.»

ښایي کامران اکمل دا خبرې د زړه له جوشه کړې وي، چې ګواکې هغه یې لوبډله کې نه دی اخېستی.

د پاکستان کرکټ بورډ د اګسټ په دوهمه نېټه د دوشنبې په ورځ د نوي لوبډلمشر او نوي روزونکي لپاره بحث کړی دی؛ خو تر اوسه یې د دغو دوو پوسټونو لپاره نوي کسان نه دي ګومارلي؛ خو اوازې دي چې ښایي پخوانی لوبډلمشر ازهرعلي  بېرته د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشري واخلي.

مایکي ارتور چې د افریقا پخوانی لوبغاړی دی، ۵۱ کاله عمر لري او د ۲۰۱۶ م کال راهیسې د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی دی.

د ده تر رهبرۍ لاندې پاکستانۍ لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام واخېست او لا په لومړي مقام کې ده، د ده تر رهبرۍ لاندې او د سرفراز په لوبډلمشرۍ کې پاکستان ۲۰۱۷ م کال کې د قهرمانۍ جام سیالۍ یا چمپين ټرافي وګټله.

سرفراز په ۱۳ ټېسټ سیالیو کې لوبډلمشري کړې، چې یواځې څلور یې ګټلي دي.

۲۰۱۷ م کال اپریل میاشت کې سرفراز احمد له ازهر علي څخه لوبډلمشري ونیوله او په ۴۸ یو ورځنیو لوبو کې پاکستان د سرفراز په لوبډلمشرۍ کې یواځې ۲۶ لوبې ګټلي او دا حالت پاکستاني پخواني لوبغاړي منفي او اندېښمنوونکی بولي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی