کامیاب والدین دا ځانګړنې لري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ټول والدین غواړي، چې له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي، ترڅو ښه وده او پرمختګ ولري، خوشاله واوسي او ترې غوره او استعداد لرونکي انسانان جوړ شي. په ډېری مواردو کې والدین باید دا زده کړي، په هغه تګلوري کې چې په مخکې یې لري، کومې تګلارې غوره او ځواب ویونکې دي، خو په دې لوړ او ژور تګلوري کې تېروتنې هم شتون لري، چې د هغوی د ستړیا او خواشینۍ سبب کېږي.
د دې لیکنې په دوام، تاسو ته د دې یادونه کوو، چې د مور او پلار په توګه په خپلو عادتونو کې کوم آسانه بدلونونه را منځته کړئ، چې د خپلو ماشومانو مهارتونو ته وده ورکړئ او ښه ژوند ورته جوړ کړئ، هغه عادتونه، چې د بریالیو والدینو ګډې ځانګړتیاوې دي.
ماشومانو ته مسؤولیت ورکوي:
هغه وخت، چې تاسو یې نن د خپلو ماشومانو لپاره مصرفوئ، تر څو د کارونو ترسره کول زده کړي، نو اوږد مهالي مکافات او ښه پایله به ولري. د خپلو ماشومانو له ټیټ عمر څخه یې پیل کړئ او په هغو کارونو کې چې کولای شي له تاسو سره ګډون ولري، مرسته وغواړئ. ستاسو ۸ کلن ماشوم کولای شي وینځل شوې جامې په تناب باندې وغوړوي. کله چې د ماشوم عمر لوړ شو، نو کولای شئ، هغه ته پېچلي کارونه ور وسپارئ.
د ماشومانو لپاره کتاب ولولي:
د ماشومانو لپاره کتاب لوستل هغه کار دی، چې حتا دنده لرونکي او بوخت والدین یې هم کولای شي ترسره کړي. د ماشومانو لپاره کتاب لوستل تاسو او ستاسو د ماشومانو لپاره تل پاتې ښې اغېز لري، په دې کار سره کولای شئ، له یو بل سره د اوسېدو د وخت څرنګوالی ( کیفیت ) لوړ کړئ، ځکه ماشوم مو په دې باندې پوهېږي، چې په دې وخت کې د مور او پلار ټول تمرکز یې په ده باندې دی. د ماشومانو لپاره کتاب لوستنه به په ښوونځي کې د هغه د لوستنې مهارت ډېر لوړ کړي.
وروستیو څېړنو څرګنده کړې، هغه ماشومان چې عمر یې ۴ تر ۵ کالو پوري وي او په اوونۍ کې د هغوی لپاره پنځه ځله کتاب لوستل کېږي، د نورو همزولو په پرتله یې د پوهې او درک کچه ډېره لوړه ده.
له ماشومانو سره مرسته کوي، چې د داوطلب کېدو لپاره فرصتونه پیدا کړي:
کله چې ماشومان د کوم کار د ترسره کولو لپاره داوطلب کېږي، نو دا زده کوي، چې ډېر کم ځان غوښتونکی فکر وکړي. هلکان په طبیعي توګه نه پوهېږي، چې څنګه له کورنۍ څخه بهر خلکو ته پام او ورسره مرسته وکړي، مګر دا چې تاسو د هغوی لپاره د همغږي کېدو او همکارۍ فرصتونه برابر کړئ. که چېرې کوم بېوزله او نا توانه کس په سړک کې د کوم کار د ترسره کولو لپاره اړتیا لري او ستاسو ماشوم دا کار ترسره کولای شي، نو وې هڅوئ، ترڅو هغه کار ترسره کړي.
ماشومانو ته پس انداز کول ورزده کوي:
په پس اندازه کولو باندې روږدي کېدل، باید له ټیټ عمر څخه پیل کړئ. والدین باید ماشومانو ته دا ورزده کړي، چې ۲۵ سلنه د خپل جېب پیسې پس انداز کړي او کله چې ستر شول او په منظمه توګه یې پیسې لاسته راوړلې، نو بانک ته دې یوسي، ترڅو د وروسته اداینې حساب په پرانیستلو سره، په خپله پس انداز تجربه کړي او دا د دوی لپاره په یوه همېشني عادت بدل شي.
کله چې خوښېږي یې یو ستر څیز واخلي، پرځای د دې چې ټولې پیسې یې په واک کې ورکړئ، د دوی په مرسته داسې یو پروګرام جوړ کړئ، ترڅو له یوې مشخصې مودې وروسته، په خپل پس انداز سره د هغه څیز د اخیستلو وړتیا ولري، کوم چې ورسره مینه لري. هغوی باید د هغو پیسو په ارزښت، چې ترلاسه کوي یې او د هغه وخت، چې د پس انداز لپاره یې مصرفوي، پوه شي.
هڅوي یې، چې هره ورځ ورزش وکړي:
که چېرې تاسو له ماشومانو سره مرسته وکړئ، چې له هماغه کوچنیوالي، له ورزش کولو څخه خوند واخلي، نو دا عادت به له ځان سره تنکۍ ځوانۍ، ځوانۍ او ستروالي ته یوسي. هغوی په ورزشي صنفونو کې شامل کړئ. هره ورځ له ماښام څخه مخکې څو دقیقې وخت په پام کې ونیسئ، په انګړ او یا کور ته نږدې یوه پارک کې په ګډه ورزشي فعالیت ولرئ.
ورسره مرسته کوي، ترڅو لنډ مهالې او اوږد مهالې موخې وټاکي:
موخې هم د مسؤولیتونو په څېر د ماشومانو د ودې او عمر له ډېروالي سره پېچلې او سترېږي. کله چې ماشومان کوچني دي، نو له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو په پس انداز شویو پیسو د ځان لپاره بایسکل او د لوبو وسایل اخیستل، د موخې په توګه په پام کې ونیسي.
ستر هلکان کولای شي د موټر د اخیستو، پوهنتون ته د تګ او یا یوه تفریحي سفر لپاره پس انداز وکړي. دا موخې به له هغوی سره مرسته وکړي، ترڅو د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي، نه د هغه څیز په اړه، چې همدا شېبه تېرېږي.
د موخې ټاکل او هغې ته د رسېدو لپاره هڅه کول، هغوی ته دا ورزده کوي، چې خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره زغم زده کړي.
دا ورزده کوي، چې له خپلې کورنۍ سره تل پاتې اړیکه وساتي:
ماشومان په لوېیدلو سره د خپلواکي غوښتلو لا ډېر احساس پیدا کوي او خوښېږي یې، چې له خپلې کورنۍ سره تړاو کم کړي، دا یو طبیعي او مثبت بدلون دی، خو په دې باندې باید ځان پوه کړي، چې له خپلواک کېدو سره سره، دغه راز د خپلو والدینو لارښوونو او نظارت ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه هغه وخت، چې له انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو څخه خبره را منځته کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.