مارچ 5, 2021

 پټ کمېنس د آې پي ایل په تاریخ کې د لوړ قېمت ریکارډ جوړ کړ

د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل کرکټ لیګ د بولي په لومړۍ ورځ ځېنې لوبغاړي په لوړ قېمت وپلورل شول، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې اسټرالیایي فسټ یا چټک بالر په لوړ قېمت د پېرلو ریکارډ جوړ کړ.
پټ کمېنس، چې د اسټرالیایي لوبډلې فسټ بالر دی، د کلکته لوبډلې له خوا په ۱۵۵ ملیونه هندي کالدارو واخېستل شو، چې شاو خوا ۱۵ نیمه کروړه هندي کلدارې کېږي.
دا د آې پي ایل په تاریخ کې لومړی بهرنی لوبغاړی دی، چې په لوړ قېمت د لوبډلې له خوا اخېستل کېږي او ریکارډ جوړوي.
 
له دې وړاندې په ۲۰۱۷ م کال آې پي ایل کې بېن سټوکس په لوړ قېمت د پونه سوپر جاینټس لوبډلې له خوا اخېستل شوی و، هغه په ۱۴ نیمه کروړه هندي کالدارو اخېستل شوی و.
کمېنس په تېرو آې پي ایل سیالیو کې هم د کلکتې لوبډلې لپاره لوبېدلی و، چې یواځې څلور لوبو کې یې ګډون درلود.
هغه په ۲۰۱۴ او ۱۵ کلونو آې پي ایل سیالیو کې ۱۷ وېکټې اخېستي دي او ۱۶ لوبې یې کړي.
دغه ۲۶ کلن بالر په ۶ اعشاریه ۷۸ ایکانومي توپ اچونه کړې ده.
له ده سره بل لوبغاړی چې په لوړ قېمت واخېستل شو، هغه اسټرالیایي الراونډر ګلېن مکسوېل دی، مکسوېل د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې له خوا په ۱۰ اعشاریه ۷۵ کروړه هندي کالدارو واخېستل شو.
ګلېن مکسویل په ۲۰۱۸ م کال بولي کې په ۹ کروړه هندي کالدارو ډیلي لوبډلې پېرلی و.
بل پلو د سویلي افریقا ښي لاسی الراونډر کرېس مورېس د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له خوا په لس کروړه هندي کالدارو واخېستل شو.
مورېس په افریقایي مزانسي کرکټ لیګ کې په ۱۱ لوبو کې ۱۰ وېکټې واخېستې او په ۸ اعشاریه ۲۰ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
هغه د توپ وهنې برخه کې بیا ۱۲۲ منډې وکړې او ۱۷۶ یې سټرایک رېټ یا ګوزار کچه وه.
ویسټ انډیزی شېلډن کاټرېل د پنجاب لوبډلې له خوا په ۸ نیم کروړه هندي کالدارو وپېره.
انګلستانی سام کورن چینای لوبډلې په ۵ اعشاریه ۵ کروړه هندۍ روپیو چېنای سوپرکېنګز لوبډلې واخېست.