افغانستان سیاست مخکښان

اصولي: ډاکتر نجيب الله يو هيواد پاله ولسمشر وو

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي ډاکترنجيب الله د پاکستان او ای اس ای په مقابل کې ولاړ وو.

اصولي د تېرو څو مياشتو راهيسې په دولتي ادارو کې د لوی امپراطور احمدشاه بابا د انځورونو د نصبولو لړۍ پيل کړې نن يې د ډاګتر نجيب الله د ۲۴م تلين په اړه پر خپل فيسبوک پاڼې تبصره کړې.

ده ډاکترنجیب الله يو اصيل افغان ياد کړ او د نوموړې وژل يې د بې ننګۍ ثبوت ياد کړی.

اصولي ليکي:


“ګرانو هېوادوالو!

دا چې زه کابل کې نه یم نن سهار د یو رسمي دری ورځني سفر لپاره
بیرون د هېواده ولاړم خو ضرور یي ګڼم
دا چې
د‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب نجیب د خاد د ریاست د دورې په باره کې معلومات نلرم زه قاضي نه یم چې قضاوت وکړم ،
خو د نوموړي د ریاست جمهوري پیل او کار مثبت وو
د پاکستان او ای اس ای په مقابل کې دریدل یي د یو اصیل او هېواد پاله افغان وو
د نوموړي په هېواد پالنه کې شک نه وو
د نوموړي شهادت د افغانانو په لاس خو د استخباراتو انتقام اخیستل د یو اصیل او هېواد پاله افغان څخه دا څرګندوي چې هېواد پاله افغانان به تر هغې دلته په شهادت رسیږي تر کومې چې افغانان د نورو د غلامي نه ځانونه خلاص کړي

د یو جمهور ریس په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول شهادت او په عمومي څلور لارې کې را ځوړول د بې ننګي ثبوت دي.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ