اپریل 19, 2021

د کمال خان بند په اړه یواځینۍ لوبه د ګلبدین نایب لوبډلې وګټله 

د دې بند د پرانیستې په ویاړ په کابل کې د جمعې په ورځ په کابل نړیوال لوبغالي کې د کرکټ بورډ لخوا یواځېنۍ شل اوریزه لوبه ترتیب شوې وه.

په دې لوبه کې دوه لوبډلې شاملې وې.

د ګلبدین نایب لوبډله

لوبډلمشر ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز، بهارعلي شینواری، سمیع الله شینواری، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، شاهدالله کمال، شرف الدین اشرف، فرید ملک، ظاهرخان پکتین او سعید احمد شېرزاد.

د نجیب الله ځدران لوبډله

نجیب الله ځدران، شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، افسرخان ځاځی، حشمت الله شهیدي، ناصرجمال، قیس احمد، افتاب عالم، حمید حسن، امیر حمزه هوتک او وفادار مومند.

د لوبې حال

د ټاس په ګټلو سره د نجیب الله ځدران اړوند لوبډلې د کمال خان بند جوړوونکې توپ وهنه وکړه.

دې لوبډلې لپاره اوپننګ کې ځاځي ۵ منډې وکړې، شهزاد محمدي ۷۴ منډې، نجیب الله ځدران ۲۷ منډې او حشمت الله شهیدي ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

یادې لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۵ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې ۲۲۶ منډې هدف ورکړ.

د شرف الدین اشرف څلورم اوور او ۳۳ منډې

شرف الدین اشرف په توپ اچونه کې لومړی ډېر ښه تمام شوی و، په درې اورونو کې یې پنځلس منډې ورکړې وې او شهزاد محمدي یې بولډ کړی و.

خو د لوبډلې اوولسم اوور او د شرف الدین اشرف څلورم اوور د شهیدي، اړوند لوبډلې او افغانانو لپاره په زړه پورې و.

لومړي دوه توپونه شهیدي شپږیزې کړې، ورپسې توپ وایډ شو، درېیم توپ شپږیزه شو، څلورم توپ دوه منډې شوې پنځم او شپږم توپونه شپږیزې شوې.

نو په دې ډول یو اوور کې له شرف الدین اشرف څخه حشمت الله شهیدي ۳۳ منډې واخیستې.

 

دویمه پاڼۍ او د ګلبدین نایب سلیزه

که څه هم لومړي اوور کې حمید حسن ۷ منډې ورکړې او بهارعلي شینواری یې په صفر وسوځاوه.

خو ورپسې رحمان الله ګربز په ۱۶ توپونو ۴۰ منډې وکړې او لوبډله یې په پښو ودروله.

له ده سره الراونډر شاهدالله کمال هم په ۸ توپونو ۱۶ منډې وکړې.

خو دا دواړه لوبغاړي په پرله پسې ډول د افتاب عالم لخوا په پنځم او شپږم توپ رخصت شول.

دا مهال نو لوبډلمشر ګلبدین نایب د کمال خان بند ساتونکو لوبډلې ته د ذمه وار رول ادا کړ او لوبډله یې د بریا په کرښه ودروله.

ده په ۵۰ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او په نولسم اوور کې شرف الدین اشرف لوبه وګټله.

سمیع الله شینواري هم له ګلبدین نایب سره ۳۶ قیمتي منډې وکړې.

د جایزو وېش

ګټونکې لوبډلې ته ۷۵ زره افغانۍ جایزه ورکړل شوه.

حشمت الله شهیدي د لوبې سټایلش لوبغاړی اعلان شو.

د فضل محمود فضلي خبرې

د چارو د ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي بیا وویل چې دوی به په کابل کې نړیوال لوبغالی جوړ کړي او له دې وروسته به په یو نړیوال معیاري لوبغالي لوبې نندارې ته وړاندې شي.

هغه د دې لوبې خورا ستاینه وکړه.

د کرکټ بورډ نیمګرتیا

که څه هم لوبه څه ناڅه وستایل شوه، خو د ډېری کرکټ مینوالو نیوکه په ځېنو مبصرینو یا پر کمېنټري کوونکو وه، د کرکټ بورډ په لایف کمېنټري باندې د کرکټ په پاڼه زرګونه کمېنټونه شوي، چې ډېریو پکې د مبصرینو د بدلون غوښتنه کړې وه.

یعنې که دې جالبې لوبې سره جالبه او تېزه کمېنټري شوې وای، نو جذابیت به یې خورا زیات شوی وای.

د کرکټ د مینوالو په وېنا راتلونکي کې باید د تبصرې برخې معیار ته پاملرنه وشي.