اپریل 23, 2021

د کمال خان بند د پرانیستې په تړاو دویمه لوبه کریم صادق وګټله

 

د کمال خان بند چې د حمل/ وري په څلورمه نېټه په نیمروز کې د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شو، په هېواد کې له مثبتو غبرګونونو سره مخ شو، چې کرکټ بورډ هم په دې ویاړ دوه شل اوریزه لوبې ترتیب کړې وې.

په لومړۍ لوبه کې چې کابل کې د جمعې په ورځ ترسره شوه، ګلبدین نایب وګټله او د نجیب الله ځدران دې اړوند لوبډلې د کمال خان بند جوړوونکو ته یې ماته ورکړه.

دویمه لوبه او معلومات

د کمال خان په تړاو دویمه شل اوریزه لوبه په کونړ ولایت کې ترسره شوه، په دې لوبه کې کریم صادق د کمال خان بند د ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر و او رحمان الله ګربز د کمال خاند بند د جوړوونکو لوبډلې لوبډلمشر و.

دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه د کمال خان جوړوونکې لوبډلې وکړه، چې د رحمان الله ګربز د ۱۱۳ منډو په مرسته یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اورونو کې ۲۰۹ منډې وکړې.

زُبید اکبري او طارق ستانکزي د ساتونکو لوبډلې ته دوه، دوه وېکټې واخېستې.

رحمان الله ګربز په ۴۴ توپونو ۱۱۳ منډې وکړې، چې لس شپږیزې او ۸ څلوریزې پکې شاملې وې.

د ساتونکو لوبډلې چې کریم صادق یې لوبډلمشر و، یاد هدف په اوولسم اوور کې د ۷ وېکټو په نقصان سره د بهار علي شینواري د ۴ منډو، د زُبېد اکبر د ۱۶ منډو، د کریم صادق د ۱۳ منډو، د وحید شفق د ۳۱ منډو، د شوکت زمان د ۳۶ منډو، د اکبر موسی زي د ۴۱ منډو، د طارق ستانکزي د ۳۱ ناسوځېدلو منډو او د عبدالله عادل د پنځه ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او د کمال خان بند د جوړوونکو لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

فرید ملک او امان الله کونړي درې، درې وېکټې ترلاسه کړې.

لوبډلو کې شامل لوبغاړي

د کمال خان بند جوړوونکو لوبډله کې رحمان الله ګربز، عثمان غني، عظمت الله عمرزی، بهیرشاه محبوب، ننګیالی خروټی، حجازالحق نورزی، حنیف کونړی، واثق الله، سمیع بلال، عبدالرحمن، جاوید ساپی، امان الله، سمیع توتاخېل او زاهد جان شامل وو.

د بند ساتونکو لوبډله کې کریم خان صادق، طارق ستانکزی، زبید اکبري، شوکت زمان، وحید شفق، سهیل صدیقي، شبیر نوري، فرهاد مومند، باطن شاه، عبدالله عادل، زاهد شېرزاد، اکبر موسی زی، افتاب عالم او عصمت عالم ګډونوال وو.

 

 

وروستي مطالب