د نړۍ کم او ډیر خوب کوونکي خلک په دغو هیوادو کې اوسي

ژباړه: مریم محمدي
د نړۍ خلک په شپه او ورځ یا ۲۴ ساعتونو کې اکثره له ۶ تر ۸ ساعته خوب کوي. خو د منظم خوب کولو لاملونه د انسان د کار، عمر، ټولنیزو اړیکو، مذهب او فرهنګ پورې تړو لري.
د ډېر او کم خوب په اړه په انګلستان کې (د ملي خوب) په نوم یو بنسټ په یوې څیړنې کې ویلي چې د نیوزلند خلک ۷ ساعته او ۳۰ دقیقې خوب کوي، دغه راز د جاپان خلک بیا ۵ ساعته او ۵۰ دقیقې خوب کوي، چې د نیوزلند خلک د ډیر خوب لرونکي کسانو په لیست او د چاپان خلک د کم خوب لرونکو کسانو په لیست کې راغلي دي.
په څیړنه کې ویل شوي چې د هالند، فنلند، استرالیا، انگلستان، بلجیم او ایرلند خلک په یوه شپه او ورځ کې له ۷ ساعته او ۲۰ دقیقونه ډير خوب کوي.
دغه راز د سویدن خلک بیا ۷ ساعته او ۲۳ دقیقې ویده کیږي. څیړنه وايي چې د سعودي عربستان او جنوبي کوریا خلک له ۶:۱۵ تر ۶:۳۰ دقیقو پورې خوب کوي.
د جنوبي امریکا، جنوبي آسیا هیوادونه، منځنۍ اسیا او د افریقا اوسېدونکي اکثره ۶ ساعت او ۲۰ دقیقې ویده کیږي.
د یاد بنسټ ډاکتران سپارښتنه کوي، هر شخص ته په کار ده چې له ۷ تر ۹ ساعته پورې په یوه شپه او ورځ کې ویده شي، ځکه کم خوب په روغتیا بده اغیزه لري.