بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه سپورټ کرکټ کلتور او هنر وزش او تمرین

کلیوالي کرکټ او جالب اړخونه یې

لیکنه: سمیع الله درانی

له ښارونو ور هاخوا په کلیو او بانډو کې هم کرکټ کېږي، چې د مسلکي کرکټ څرک پکې لیدل کېږي. په مسلکي کرکټ کې یوولس لوبغاړي لوبېږي، چې وېکټ‌ساتونکی، سلېپر، فیلډران یا ډګر ساتونکي او ځایونه یې معلوم وي. د لومړي اوور لپاره توپ اچوونکی، د دویم اوور لپاره او هم حالت ته په کتو لوبغاړي معلوم وي.

بل پلو د توپوهنې لپاره اوپنر توپوهونکي هم معلوم وي، یعنې لکه څنګه چې نړیوال کرکټ دی، همدغسې په مسلکي کرکټ کې چې د کلبونو او یا هم په ښارونو کې لوبې یا سیالۍ ترسره کېږي، لوبغاړي معلوم وي او هر څه د یو نظم پر بنسټ مخته ځي، خو کلیوال کرکټ په دې برخه کې یو څه توپیر لري.

تر ډېره پورې تمرکز د لوبډلمشر لخوا نه وي، ډېری نور لوبغاړي هم په رهبرۍ کې دخیل وي. د لوبغاړو ترمنځ توازن او عدالت تامینول ډېر ستونزمن دي، ډېری لوبغاړي قناعت نه کوي، که څه هم د لوبې د ګټلو تکل لري، خو هر یو هڅه کوي، چې توپوهنه او یا هم توپ اچونه وکړي. په داسې حال کې چې د هغه د توپوهنې وخت یا هم اړتیا نه وي.

د کلیوالي کرکټ د لوبې په اړه

لومړی دی چې دې کرکټ کې د ضد او ضدبازۍ رنګ په خپلو منځونو کې کم وي، کله چې د لوبغاړو د خپګان وېره یا ستونزه وي، نو له یوولس لوبغاړو څخه زیات په لوبډله کې اخیستل کېږي، ځینې وخت تر پنځلسو او ان اتلس پورې لوبغاړي په یوه لوبډله کې اخیستل کېږي.

دا چې د ټېکنالوژۍ په نشتون کې کرکټ ډېر ستونزمن وي او ډېری لوبغاړي قناعت نه کوي، نو کلیوالي کرکټ له جنجال څخه خالي نه وي.

کوم توپوهونکی چې اوټ شي یا وسوځېږي او سوځېدنه یې تر ډېره پورې د هغه لپاره ډاډمنه نه وي، نو بیا د لوبڅار پرېکړه نه مني او ځان‌سوځېدلی نه حسابوي. ځینې وخت جنجال اوږود شي او د لوبې د منحلېدو یا هم ځنډېدو لامل شي.

د ځینو خلکو د تجربو او لیدلي حال پر بنسټ

هغه لوبغاړي چې بېټ او یا هم د لوبې وسایل یې په خپل شخصي لګښت اخیستي، ډېره پورې د لوبې واک هم له هغه سره وي. که توپوهنه او یا هم توپ اچونه د وسایلو راوړونکو ته ور ونه رسیږي، نو د بېټ، بال او یا هم وېکټو وړل پکې شته.

ځینې کسان بیا د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي، یو لوبغاړی چې بېټ یا توپ یې راوړی وي، بیا توپوهنه دوه یا درې ځلې کوي او نور لوبغاړي وېروي، که یې غوښتنه ونه منل شي، وسایل وړي او لوبه ګډوډېږي.

لوبڅار او پرېکړې یې

دا چې په کلیوالي کرکټ کې هره لوبډله د خپل ټیم څخه یو لوبغاړی د لوبڅار په توګه ټاکي، نو پرېکړې یې ډېره پورې منصفانه نه وي او د خپلې لوبډلې پلوي کوي. خو داسې لوبڅاران هم شته، چې کلیوالي کرکټ کې د مسلکي کرکټ پرېکړې عملي کوي او لوری نه نیسي.

کلیوالي کرکټ د ساتېرۍ ښه پلمه

کلیو او بانډو کې ډېری خلک د کروندو، بڼوالۍ او مالدارۍ په کارونو بوخت وي، چې یوازې مازیګر مهال د لوبو لپاره ښه وخت وي. ډېری ځوانان او ماشومان له کلي ګوښه ځای ته ځي، د کرکټ لوبه کوي او د خپل ورزش برخه هم تانده ساتي. دوی یو له بل سره ګوري او ساعت تېري کوي.

پر کلیوالي کرکټ د ملي او نړیوال کرکټ اغېز

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې کرکټ کې په نشت حساب و او د لوبو برخه کې په ننګرهار کې والیبال له ټولو لوبو مېدان وړی و، له ښار نیولې تر کلیو او بانډو کې ټول خلک په والیبال بوخت وو، خو د ملي لوبډلې په رامنځته کېدلو سره په افغانستان کې کرکټ مخ په غوړېدو شو.

کله چې ملي لوبډله مطرح شوه، په راډیوګانو، تلویزیونونو او رسنیو کې لوبغاړي راڅرګند شول او لوبې یې نشر شوې، نو ورسره په ښارونو، کلیو او لرې پرتو سیمو کې هم د کرکټ کوونکي او مینه‌وال زیات شول. په ښارونو کې د مسلکي کرکټ زده‌کړو لپاره اکاډمۍ او روزنځایونه جوړ شول.

له کلیوالو سیمو هم ځوانان د مسلکي کرکټ زده کولو ته ښار ته راغلل او د کرکټ په زده کولو بوخت شول. چې دوی د رخصتیو په شپو ورځو کې خپلو سیمو ته ځي او هلته کرکټ کوي، کله یې چې مسلکي لوبه نور لوبغاړي او ځوانان ګوري، نو د کرکټ بڼه ورسره ورو، ورو مسلکیت ته اوړي.

په هر حال کلیوال کرکټ هم د لوبې مهم اړخ دی، چې ډېری ځوانان یې بوخت ساتلي دي.

کلیوال کرکټ او مثبت اړخونه یې

ډېری هغه ځوانان چې پخوا یې د کرکټ په نشتون کې نشو او تماشو ته مخه کوله، اوس دې کرکټ او نورو لوبو د هغې چارې مخه نیولې او ځوانان ورزش کوي. د ځونانو ترمنځ د پېژندګلوۍ او لیدنې ښه زمینه یې برابره کړې.
د لوبو او ورزش تنده پرې خړوبېږي. له کرکټ سره یې د خلکو علاقه پېدا کړې ده.
په ننګرهار کې یې د دودیزو لوبو مخه یو څه ډب کړې، غېږنیونه، خوسې لوبه، غونډوسکه یا پنډوسکه، ډنډه کلک یا ډۍ او نورو لوبو مخه یې نیولې.

که څه هم کرکټ کې د ژوبلېدو امکان شته، خو کچه یې هغومره زیاته نه ده، لکه څنګه چې په نورو لوبو کې وه، بل کرکټ وسایل لري که هغه پوره واچول شي، بیا نو له ژوبلېدو څخه ۹۵ سلنه لوبغاړي بچ کېږي.

خوسې کې د لاس او پښې ماتېدو امکانات زیات وو، په غېږنیونه کې هم همدا حال و، په ډنډه کلک کې هم د سترګو د خوږېدو امکان و او همدا شان غونډوسکه کې هم.

ایا تاسې کلیوالي کرکټ کړی، که کړی مو وي، کومه خاطره ترې لرئ؟

ایا د کلیوالي کرکټ ننداره مو کړې، له مسلکي کرکټ سره یې توپیر څه و؟

FB_IMG_1593152232777.jpg

FB_IMG_1593152229330.jpg

FB_IMG_1593152226319.jpg

FB_IMG_1593152223143.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ