اپریل 14, 2021

د روغتيا نړيواله ورځ او د ښه صحت لپاره د کاجل ديوګن لارښوونې

Advertisements

د ۲۰۲۱ز د اپريل ۷مه د روغتيا د نړيوالې ورځې سره برابره ده،دا ورځ په نړيواله کچه په رسمي او غير رسمي ډول لمانځل کېږي.

د ۲۰۱۹ز راهيسې د کرونا وېروس اغېز په ټوله نړۍ کې خورا زيات دی او په ميليونونو کسان پدې ناروغۍ اخته سوه ،لاهم اخته کېږي،مړه کېږي او جوړېږي.

په هرصورت،په دې هم ښه خبر يوو چې د هرڅه ترڅنګ سېنما هم د کرونا وېروس له امله وځپل سوه او ډېر مالي زيانونه يې ور واړوله.

کاجل ديوګن چې اوس د ۲ اولادونو مور ده ،د خپلي ځوانۍ دبدبه يې تېره کړې لاهم ځواني ږغوي او کله کله د ديلوالې په څېر فلمونو کې د مرکزي لوبغاړې په څېر هم راڅرګندېږي ،نن يې د روغتيا نړيوالې ورځې پخاطر د ښې روغتيا لپاره ځينې لارښوونې وړاندې کړي ،پداسې حال کې چې دا پخپله په کرونا وېروس نده اخته سوې.

دې پر ټولنيزو رسنيو باندې ليکلي:

۵ هغه اصول چې په نړۍ کې روغ پاته کېږې

۱ـ خپل لاسونه دننه وساتئ

۲ـ کړکۍ بندې کړئ

۳ـ موټر وچلوئ

۴ـ کورته ولاړسئ

۵ـ قدم مه وهئ

په ټويټر،انسټاګرام او فيسبوک کې ددې دې لارښوونو ته په زرګونو کسانو بيلابېل نظرونه ورکړي چې اکثريت ورسره موافق دي.

کاجل چې په ۱۹۷۴ز کې د هندوستان په ممبی کې زېږېدلې اوس ۴۶ کلنه ده،په ۱۹۹۹ز کې يې د اجی ديوګن سره واده وکړ او اوس د نیسا ديوګن په نامه لور او د يوګ ديوګن په نامه زوی لري.

دې په ۱۹۹۲ز کې د بې خودي په نامه فلم سره د باليووډ سېنما ته قدم کېښود.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ