سینما او موسیقي

کاجول نه له شاه رخ خان سره د واده کولو په اړه پوښتنه

د هندي سینما تجربه کاره او ښکلي فلم ستورې کاجول په خپل انسټاګرام اکونټ باندې د سوال او ځواب په برخه کې د مینوالو له خوا کېدونکو پوښتنو ته ځواب وایې، چې کله، کله حیرانوونکي او جالبې پوښتنې هم ځنې کیږي.

د ښکلې فلم ستورې کاجول او هندی سینما د پاچا شاه رخ خان جوړه لا له وړاندې د مینوالو د خوښې جوړه ده.

د کاجول یوه مینوال پر انسټاګرام د سوال ځواب د سیشن په جریان کې د نوموړې پوښتنه کړې چې:

«که چېرته یې د اجي دیوګن سره نه وای ليدلي نو له شاه رخ خان سره به یې واده کړی و؟»

د مینوال د دغه پوښتنې په ځواب کې کاجول عجب ځواب ورته لیکلي او زیاته کړې یې ده:

«که یې شاه رخ خان ترې غوښتنه کړې وه، هو»

د دې ورهاخوا یو بل مینوال پوښتنه کړې چې شاه رخ خان سره په راتلونکي کې کوم فلم راروان دی ؟

د دغه پوښتنې په ځواب کې هم اداکارې کاجول لیکلي چې له شاه رخ خان پوښتنه وکړئ.

د انسټاګرام په پاڼه د کاجول زیاتو مینوالو رنګارنګ پوښتنې کړي چې حیرانوونکې او جالبې پوښتنې هم په کې شته او نوموړې فلم ستورې یې هم پوښتنو ته ښه ځوابونه لیکلي دي.

د یادولو ده چې کاجول او شاه رخ خان د باليوډ د مشهورې جوړې څخه دي چې په زیاتو فلمونو کې یې سره جوړه کار هم کړی.

بازي ګر، دل والي دلهنیا، دل والي ، کچهـ کچهـ هوتاهی، مائي نیم از خان سربېره یې په نورو فلمونو کې هم یوځای کار کړی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی