د سلمان خان په اړه د کټرینا کیف نوې څرګندونې

سلمان خان او کټرینا کیف د هندي سینما مشهوره جوړه ده او دواړو په فلم نړۍ کې د یوه بل سره ډېر کامیاب فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړي، چې مشهور یې ټائیګر زنده هی، ایک تها ټائیګر او په اوس وخت کې ریلیز کېدونکی فلم بهارت شامل دی.
د فلم څارونکي وایي چې د دواړو خوی خاصیت عادي دی او د هغه څه لري چې باید یوه فلمي جوړه یې ولري.

له دې غیر په څومره فلمونو کې چې سلمان خان او کیف جوړه کار کړی د فلم مینوالو یې فلمونه او جوړه ډېره خوښه کړې.
کټرینا کیف تازه په سینګاپور کې په مراسمو کې د خپل همکار اداکار، ملګري او بالیوډ ستوري سلمان خان په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
د یوه سوال په ځواب کې کټرینا بې له ځنډه ویلي، سلمان همېشه د دې سره دی او د یوه ملګري په حیث یې له کلونو راهیسې د دې ملاتړ کړی.
نوموړې زیاته کړې، چې سلمان خان داسې یو شخص دی چې پوره باور پرې کېدلی شي، وایې خپله پرې ډېر باور لري او زیاتوي چې په فکر یې تر منځ یې اړیکه هم د اعتبار اړیکه ده.
کټرینا کیف وایي چې سلمان خان یې د ژوند غوره ملګری دی.
دې زیاته کړې چې کله د ژوند له سختیو سره مخ شي نو نوموړی یې تل ملا تړي او همت زیاتوي.
د فلم څارونکي وایي، چې د دې خبرې د پوهېدو لپاره اړینه نه ده چې کوم ساینسې تجربه دې وشي بلکې ښکاره یې اشاره رنبیر کپور ته کړې چې هغه سره له بریک اپ وروسته یې هم وخت ښه تیږیږي.
ویل کیږي چې کټرینا کیف او رنبیر کپور په ۲۰۰۹ کال کې (عجب پریم کې غضب کهاني) د فلم د شوټینګ پرمهال د یو بل سره نژدې اړیکې پيدا کړې خو په ۲۰۱۶ کې یې د فلم جګا جاسوس د شوټینګ پرمهال تر منځ مسئلې راولاړې شوې او اړیکه تر منځ ختمه شوه.
کټرینا کیف سره د رنبیر کپور د اړیکې له ختمېدو وروسته نوموړي د عالیه بهټ سره د یاراني تار واچوه او کټرینا کیف بېرته سلمان سره اړیکې پيل کړې.
د بالیوډ کیټ د معلوماتو له مخې سلمان خان خویندې ارپتا او الویرا خپله نهمه خور کټرینا کیف بولي او د یوې خور اړیکې ورسره پالي.
 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ