په کاهو کې موجود پروتین، د ماتو هډوکو په ژر رغېدلو کې مرسته کوي!

  • ژباړه: نسیمه محمدي

څېړونکي په کاهو کې د داسې پروتین په کشف بریالي شوي، چې د هډوکو او عضلاتو په وده او رغېدلو کې مهم رول لري، خصوصاً د شکر په ناروغانو کې.
د مډیکل نیوز د راپور پر بنسټ، په شکر ناروغانو کې د هډوکو د بېرته جوړېدلو او ښه کېدلو چاره ډېره په ورو توګه ترسره کېږي، له بل پلو د دغو ناروغانو بدن د هډوکو ماتېدلو لپاره ډېر چمتو دي، نو له همدې امله چېړونکي په دې ناروغانو کې د ماتو هډوکو د ژر او چټکې رغېدا د طریقو په لټه دي.
د پنسلوانیا په فيلادلفیا پوهنتون کې څېړونکو داسې پروتین کشف کړی، چې په کاهو کې موندل کېږي او د هډوکو او عضلاتو په رغېدلو کې مهم اثر لري. دا پروتین 1GF-1 نومېږي او انسولین ته ورته دی. بل پلو یو ډول پپتید لري، چې د هډوکو او عضلاتو د جوړښت او د نسجونو د ترمیم د چټکتیا او تحریک لامل ګرځي.
څېړونکي د جنېټېک د اصلاح کولو له طریقو په ګټه اخیستنه وتوانېدل، دوه پروتینونه 1GF-1, CTB د آنتي بیوتیک په وړاندې د مقاوم جن په حذفولو، د کاهو په پاڼو (express) کې بیان کړي. د  CTB پروتین رول، د هغو پروتینونو سره چې هضمي سیسټم ته وینه انتقالوي، مرسته کول دي.
له دې امله چې دا پروتین ګیاهي دی، کولای شي په شکر ناروغانو کې د ماتو شویو هډوکو او نسجونو په جوړښت کې د خوراکي درملو د تولید لامل شي. د دې ګیاهي ترکیب لومړني پړاوونه په حیواني مډلونو کې په بریالۍ توګه راپور ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ خپرو شویو شمېرنو ته په پام سره، اوسمهال په ټوله نړۍ کې له ۴۲۵ میلیونو زیات وګړي په شکر اخته دي. د دې ناروغانو زیاتره یې په دویم ډول شکر پورې منحصر دي، چې په آسانۍ سره د منظمو فزیکي فعالیتونو او خوړنیز رژیم سره د کنټرول وړ دی.
شکر ناروغي د روڼدوالي، د بډوډو ناسم فعالیت، د زړه حملې، مغزي سکتې او د بدن د تحتاني غړو د قطع کېدلو اصلي لامل دی.
د روغتیا نړیوال سازمان له راپور سره سم، شکر ناروغي په ۲۰۱۶م کې د مړینې اووم لامل ښودل شوی.
د څېړنې پایلې د Biomaterials نشریه کې خپرې شوي دي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ