مارچ 5, 2021

شپږیزه؛ ځوان عظمت‌الله عمرزي کابل بازان لوبډله پایلوبې ته ورسوله

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو لومړۍ کوالیفایر لوبه د میس‌عینک او کابل بازان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کابل بازانو لوبډلې په ۴ ویکټو میس‌عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته.

د میس‌عینک لوبډلې سکواډ

شاپور ځدران، محمدشهزاد، افسرځاځی، نوراحمد لکڼوال، هشمت‌الله شهیدي، عبدالرحمن، شاهدالله کمال، بهار علي شینواری، غمی ځدران، ابراهیم خان او دولت ځدران.

د کابل بازان لوبډلې سکواډ

رحمن الله ګربز لوبډلمشر، صدیق‌الله اتل، عظمت‌الله عمرزی، نورعلي ځدران، یونس احمدزی، ننګیالی خروټی، ضیاء اکبر، سمیع‌الله شینواری، شرف احمدزی، ضیاء شریفي او نجات مسعود.

د ننۍ لوبې حال

د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د میس‌عینک لوبډلې د لوبډلمشر شاپور ځدران څخه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.
میس‌عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۸ منډې جوړې کړې او کابل بازان لوبډلې ته یې د ۲۰۹ منډو لوی هدف وټاکه.
د میس‌عینک لپاره هشمت‌الله شهیدي ۹۷ ناسوځېدلي، غمي ځدران ۴۶ او شهزاد محمدي بیا ۴۰ منډې جوړې کړې.

د کابل بازان لپاره ننګیالي خروټي دوې او ضیا شریفي بیا یوه ویکټه واخیستله.
کله چې کابل بازان لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹،۱ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.
کابل بازانو ته نورعلي ځدران ۸۵ او عضمت‌الله عمرزي ۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د میس‌عینک لپاره شاپور او ابراهیم دوې ـ دوې او رحمن‌الله بیا یوه ویکټه واخیستله.

د ننۍ لوبې جایزه ګټونکي لوبغاړي

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نورعلي ځدران ته ورکړل شوه، چې د کابل بازان لپاره یې ۸۵ منډې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزي ته د زیاتې شپږیزه وهونکي لوبغاړي جایزه ورکړل شوه، چې په ننۍ لوبه کې یې څلور شپږیزه ووهلې.
د دې ترڅنګ عظمت الله عمرزي ته د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

د کوالیفایر لوبې

د ننۍ لوبې په ګټلو سره کابل بازان لوبډله پایلوبې ته ووته.
نن ماپښین ۱:۳۰ بجه په دویمه کوالیفایر لوبه کې بُست او بندامیر لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې.
سبا ماپښین ۱ بجه میس‌عینک د بُست او بندامیر د لوبډلو ترمنځ د ګټونکې لوبډلې سره پایلوبې ته د کوالیفایر لوبه ترسره کوي.
پایلوبه راتلونکې چهارشنبه ماپښین ۱:۳۰ بجه کابل بازان د سبانۍ لوبې د ګټونکې لوبډلې سره ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي