سپورټ کرکټ وزش او تمرین

کابل بازان لوبډله د رحمن‌الله ګربز په لوبډلمشرۍ کې د جدول سر ته ولاړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه نن د کابل بازانو او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې کابل بازانو په ۶ ویکټو سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

سپین غر لوبډله

کریم‌خان صادق، بهیرشاه، وحید‌الله شفق، قیس‌احمد، زبید اکبري، ضمیرخان، تمیم سرخرودي، ناصر عمر، پروېز ملکزی، افتاب عالم او عبدالله عادل.

کابل بازانو لوبډله

رحمن‌الله ګربز، نورعلي ځدران، صدیق‌الله اتل، وسیم اکرم، سمیع‌الله شینواری، عظمت‌الله عمرزی، عبدالطیف ایوبي، ننګیالی، ضیا‌ء اکبري، ضیاء شریفي او نجات مسعود.

د ننۍ لوبې حال

د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د سپین غر لوبډلې د لوبډلمشر کریم‌خان صادق څخه وګټله او توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

سپین غر لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره کابل بازانو لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکی.

د سپین غر لوبډلې لپاره بهیرشاه ۳۷ او تمیم سرخرودي بیا ۲۵ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لپاره عضمت‌الله عمرزي ۳، ضیا‌ءالرحمن ۲ او ننګیالي خروټي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې د کابل بازانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې ۱۷،۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په شپږ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کابل بازانو لپاره ۴۰ منډې رحمن‌الله ګربز، ۲۹ منډې نورعلي ځدران او ۲۷ منډې بیا وسیم اکرم جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره زبید اکبري دوې ویکټې، خو ناصر عمر او قیس احمد بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

جایزه ګټونکي لوبغاړي

د ننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کابل بازانو لوبډلې تېز توپ‌اچونکې عضمت‌الله عمرزي ته ورکړل شوه.

د ننۍ لوبې د ډېرو شپږیزو لوبغاړو جایزه د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.

د ننۍ لوبې سټاېلش لوبغاړی رحمن‌الله ګربز ته ورکړل شوه.

د سپین غر او کابل بازانو لوبډلو لوبو ته کتنه

د شپږیزه کرکټ لیګ په روان اووم پړاو کې کابل بازانو د ننۍ لوبې په ګډون ۵ سیالۍ ترسره کړې دي او د ګروپي پړاو لوبې یې پوره کړې دي.

د دې لوبو له ډلې کابل بازانو ۴ وګټلې او یوازې یې یوه لوبه بایللې ده.

په دې سره کابل بازان اوس ۸ نمرې لري او د جدول لومړي ځای یې خپل کړ.

سپین غر لوبډلې هم خپلې ۵ سیالۍ ترسره کړې، چې له ډلې یې درې وبایللې، خو دوې یې بیا وګټلې.

دا لوبډله اوس ۴ نمرې لري او د جدول په پنځم کې شتون لري.

اوس په ډېر امکان سره سپین غر لوبډله له سیالیو څخه ووته.

د شپږیزه کرکټ لیګ بل پړاو ته لاره پیداکوونکي لوبډلې

د شپږیزه کرکټ لیګ دویم پړاو ته دریو لوبډلو کابل بازانو، میس‌عینک او بندامیر لوبډلو لاره پیداکړه.

څلورمه لوبډله بیا د شپږیزه کرکټ لیګ د روانې وروستۍ لوبې څخه څرګندیږي، چې بُست او یا هم سپین غر لوبډله به بل پړاو ته لاره پیداکړي.

خو په ډېر امکان سره بُست لوبډله دویم پړاو ته په ښه رینګینک درلودلو سره لاره پیداکوي او سپين غر لوبډله دومره چندان چانس نه لري.

د لومړي پړاو وروستۍ لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه نن ماپښين یوه نیمه بجه د بُست او امونهنګانو کرکټ لوبډلو ترمنځ پيل شوه.

د شپږیزه کرکټ لیګ بل پړاو سبا پيلیږي.

د دې ترڅنګ د دې لیګ پایلوبه راتلونکې چهارشنبه ترسره کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ