اپریل 12, 2021

کابل کې اوبو د مدیریت غونډه؛ د جوړو شویو طرحو هرکلی وشو

Advertisements

د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازدیګر د کابل اوبو د مدیریت د طرحې په اړه غونډه جوړه شوه.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي هم حضور درلود، په پیل کې د ملي انکشاف شرکت اجرائیوي لوی رئیس د کابل اوبو د مدیریت پر طرحې خبرې وکړې وې ویل، دغه طرحه کې د کابل ښار څلورو خواوو ته غرونو کې پنځه زونونه شامل دي.
ګټې او د کارموندنې زمینه
هغه زیاته کړه، د اوبو د کوچنیو بندونو په جوړولو او د یوې شبکې له لارې کابل سیند ته د دغو اوبو له وصلولو سره به د ښاري ایکو سیستم ښه والي، د ځمکو د لازیاتې کرنیزه کولو، د کابل ښار شاوخوا سیمو د سمسورتیا او خلکو ته د کارموندنې زمنیه برابره شي.
غوره سیمې
د ملي انکشاف شرکت اجرائیوي لوی رئیس زیاته کړه، په پنځو زونونو کې سروې شوې سیمې (د کابل ښار شاوخوا غرونو په لمنو) دولتي ځمکې دي، په دغو سیمو چا د مالکیت دعوه نه ده کړې او انتخاب شوې سیمې د یادې طرحې د تطبیق لپاره له غوره امنیت څخه برخمنې دي.
په دغه غونډه کې د ملي انکشاف شرکت یو تن مسوول د کابل اوبو د زېرمه کولو مدیرت طرحې د تطبیق پریزنتیشن وړاندې کړ.
ګټورې طرحې
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح دغه طرحه ګټوره وبلله وې ویل، د یادې طرحې له تطبیق مخکې باید د سیمو حقوقي ننګونې حل شي، همدا راز دې د کابل ښار شاوخوا غرونو په لمنو کې د اوبو زیرمه کولو کوچنیو بندونو او شبکو جوړولو منفي عوارض، وارزول شي.
د قرنطین مقرراتو ته پام
وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش په خپلو خبرو کې دغه طرحه باارزښته وبلله وې ویل، د یادې طرحې په تطبیق کې باید د کرونا ویروس د قرنطین مقررات په پام کې ونیول شي.
د ولسمشر غني هرکلی
جمهوررئیس د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته د دغې طرحې هرکلې وکړ وې ویل:

«د دغې پروژې واضح مدیریت او څارنه ضروري ده او هغه سیمې چې دغه طرحه پکې تطبقېږي، باید خلک یې د مالکیت حس ولري.»

د تفریحي پارکونو اړتیا
ارګ زیاته کړې؛ ولسمشر په ټینګار سره وویل، د کابل د ټولو ناحییو اوسیدونکي تفریحي پارکونو ته اړتیا لري او په کابل ښار کې د تفریحي پارکونو کمبود احساسېږي. هغه همداراز وویل په کابل ښار کې د ځوانانو ورزشي لوبغالو ته اړتیا ده او باید جوړولو ته یې زمینه برابره شي.
د ښځو لپاره تفریحي پارک
ښاغلي غني وویل، ښځې په کابل ښار کې د تفریح ځای نه لري او په دغو پارکونو کې دې ښځو ته هم موقعیتونه په پام کې ونیول شي. د کابل په هره ولسوالۍ کې دې د بالاباغ په څېر تفریحي پارکونه جوړ او د تمویل زمینه دې برابره شي. هغه وویل، د پروژو ډولونه باید تغییر ومومي، ترڅو کارموندنې ته بسترونه زیات شي.
سرچینه وايي، د غونډې په پای کې د کابل اوبو زېرمه کولو د مدیریت طرحه هم تصویب شوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب