افغان کالیزه کې د ډاکټر ورځ نومول کیږي او په ویاړ یې څلی جوړیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر په نوم ونومول شي.
نوموړي دا خبرې پرون د افغانستان طبي شورا له لوري د ناروغ د خوندیتوب، د روغتیا او د لوړو زده کړو سیستمونو د پیاوړتیا لپاره د سرچینو او نظرونو د همغږۍ ملي سمپوزیم کې د ګډون پرمهال وکړې.
ولسمشر غني وویل چې د روغتیایي سکتور د کرونا د شهیدانو په ویاړ په کابل کې یادګاري څلي جوړوي.
120594052 3323669137709305 391748999310399946 o.jpg? nc cat=109& nc sid=730e14& nc ohc=Hw fhPiBQ44AX 68H N& nc ht=scontent.fjaa1 1 افغان کالیزه کې د ډاکټر ورځ نومول کیږي او په ویاړ یې څلی جوړیږي
ښاغلي غني د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر د ورځې په نوم ونوموي او همدارنګه یې د افغانستان طبي شورا څخه وغوښتل چې هر کال لس وړ ډاکټران او درې وړ روغتونونه د تقدیرولو لپاره وړاندیزکړي.
هغه زیاته کړه، له دوه نمونوي روغتونونو څخه به د یو مدیریت بهرمېشتو افغان ډاکټرانو او د بل په هیواد کې دننه افغان ډاکټرانو ته وسپارل شي.
سرچینه وايي، د افغانستان د طبي شورا مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل د جمهوررئیس او د هیواد لومړۍ مېرمن له ملاتړ څخه په مننې وویل، د هیواد د طبابت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سکتور ټولو ارګانونو په ګډه پر ستونزو او حل لارو بحث وکړ او د دوی دغه اجماع د طبي ټولنې لویه جرګه ده.
 

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.