سپورټ کرکټ وزش او تمرین

کابل کې نوی معیاري لوبغالی؛ یوه وخت کې به ۳۵ زره ننداره کوونکي پکې ځای شي

ولسمشرمحمد اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په موخه ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې ډېر ژر د رغونې چارې هم پیل شي.

د یاد لوبغالي ځمکه چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د ځانګړي کولو ژمنه کړې وه؛ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د هلو ځلو په پایله کې یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۰ مه ځانګړې او رسمي پروسه یې بشپړه شوه.

د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي یوسفزي په دې اړه وویل، د خوښۍ ځای دی چې جلالتماب ولسمشر د افغان کرکټ د لا ډېرې پیاوړتیا په موخه په کابل کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره د یوه حکم په ترڅ کې ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه.

Image may contain: sky and outdoor, text that says 'f afghanistancricketboardofficial @acbofficials afghanistancricketboard Cricket. af'

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه:

په دې اړوند خپلو ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرکټ لوبغالي درلودونکی وي چېرې به چې زموږ هېوادوال له کرکټ څخه له نږدې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي.

نوموړي دغه راز وویل:

په دې تړاو له جلالتماب ولسمشر ځانګړې مننه کوم چې افغان کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي او هر مهال یې خپل اتلان ډېر هڅولی دي. د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې د رغېدو چارې هم ډېرې ژر پیل شي او زه ژمنه کوم چې په ډېر ښه کیفیت سره به یې ټول کارونه پر مخ ولاړ شي.

باید وویل شي چې دغه لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر وي چې سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، د نندارچیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستې ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرونو تمځای، د اداري ودانۍ او نورو اړوند اسانتیاوې درلودونکی وي.

د یادونې وړ ده چې د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵ زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړی شي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای لرونکی وي.

په افغانستان کې د معیاري نړیوال لوبغالي ته اړتیا

No photo description available.

په افغانستان کې د کرکټ معیاري لوبغالی اوسمهال نشته، ځکه نړیوال سټنډرډ یو هم نه دی پوره کړی.

یا یې برېښنا برخه کې ستونزه وي، یا ماشینونه درست نه وي، یا یې موقیعت درست نه دی، ټېکنالوژي، د ننداره کوونکو ځای او نورې ملحوظات یې کمزوري دي.

په جلال باد کې د غازي امان الله خان لوبغالی شته، خو په ایله ۵۰ سلنه لوبو ته مساعد وي؛ خو له ښاره وتلي ځای کې موقیعت لري، چې د افغانستان په څېر نا امنه هېواد کې داسې موقیعت تر ډېره مناسب نه وي.

په غازي امان الله خان لوبغالي د برېښنا، هوټلونو او کانتینونه نشتون ستره ستونزه ده.

په کابل کې لوبغالي هم په نړیوال معیار نه دي برابر، ځکه کوچني دي او د شپږیزې وهلو پرمهال توپ بازار ته لوېږي او ستونزې جوړوي.

د لوبغالو لپاره ښه موقیعت پکار دی، چې باید اسانتیاوې پکې موجودې وي او د لارې د بندېدو سبب هم نشي.

بله خبره د ټېکنالوژۍ ده، ۶۰ جریبه ځمکه د یو لوبغالي لپاره مناسب ځای وي، خو لوبغالي کې باید وسایل ښه ولګول شي.

ټېکنالوژي او برښنا یې باید ښه وي، د ټرانسپورټ اسانتیا باید موجوده وي، هوټلونه او کانټېنونه باید وجود ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ