افغانستان ټولنیز ژوند رسنۍ ژوند بڼه سرسکالو سیاست کلتور او هنر

د ښاروال بې بارانه چتري، تاوده غبرګونونه او د سلطانزوی ځواب؛ دا څه مانا لري؟

لیکنه: بشر درویش

د کابل نوي ټاکل شوی ښاروال، داود سلطانزوی یوې خپرې شوې ویډیو او انځورونو پر افغان ټولنیزو شبکو تاوده غبرګونونه راپارولي دي.

دې خپره شوه ویډیو او انځورونو کې ښکاري چې داود سلطانزوی د کابل ښار کې یوه نانوي ته ورغلی، یو بل کس یې ددې لپاره پر سر چتر نیولې او ورسره ګرځي چې ښکاري یا یې د لمر وړانګې یې ونه وهي یا هم له باران پناه شي، خو دغه تشریفاتو خلک غوسه کړي دي.

دلته د یو شمیر ټولنیزو شبکو کاروونکو غبرګونونه را اخلو:

د ټولنیزو شبکو یوه مخکښ نجیب ننګیال دا ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي:

« ما ته د سلطانزوی صیب چترۍ او په ځان پاملرنې خوند راکړ. ما اورېدلي و، یو وخت د کابل ښاروال غلام محمد فرهاد و. خپله به ېې بېلچه او کولنګ لاس کې و، سرکونه یې جوړول. د کابل اکثریت پراخ سرکونه د هغه له برکته دي. کار به یې هم داسې کاوه چې پياز او سپوره ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ به یې په ملا پسې تړلې وه، لګیا به و.»

لیکوال او ژورنالیست اجمل اند شوې ویډیو د یو بل چا له واله ریټویټ کړې او ورسره یې لیکلي:

« په دې چتر ګيرۍ خو سلطانزوی تر بل هر څه مخکې يو ډېر  ساده اصل مات کړئ او هغه د کرونا وبا پر مهال له بل هر چا دوه متره واټن ساتل دي. ښايي دا په ۲۱ مه‌ پيړۍ کې وروستی چتر ګير ښاروال وي. دا ډول اشرافي اکټونه معاصره نړۍ کې ځای نه لري.»

د ټولنیزو شبکو یوه بل کارکوونکي اصف شینواري لیکلي:

« په کوم هیواد کې چې چارواکو ځانونه د ولس خادمان نه بلکې حاکمان ګڼل نو هلته دعدالت او خدمت طمع مه کوه. چې کابل ښاروال له لمره ځان پټوي نو پر سرو غرمو د کارګرو اومزدورانو له حاله به څه خبر شي.»

پوهاند دانش په نوم یوه تن بیا دا انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي:

« دا ۹۴ کلنه ملکه الزابیت ده د لندن ملکه پدی عمر کی چتری یی خپله سمباله کړی کوم څوک ورسره نشته بیا پداسی یو هیواد کی مګر د ۵۰۰۰ کلن باتور تاریخ لرونکی هیواد چارواکی چی اوس مهال هیواد یی د ستر فقر او ناورین سره لاس او ګریوان دی د چتری نیولو لپاره چی نه باران شته نه ګلی یو بل ځوان نیسی ، ددی هیواد چارواکی سوال هم د بل هیواده کوی او خرید هم د هماغه هیواده کوی چی هر جنس یی په ایورو او دالرو وی کوی ، زما په اند دوی د شرم او حیا پنوم هیڅ نه پیژنی . افسوس د وی ددوی په حال.»

د ټولنیزو شبکو یوه بل کاروونکي عبدالبصیر سباوون د داود سلطانزوی له خپرو شویو عکسونو سره لیکلي:

« زموږ چار واکي کش او پش ته خوشاله دي ، د کار طمعه ترې مه کوئ، دوی د کبر او غرور په نیلي سپاره دي.»

عبدالله پیکار پر خپل ټویټر لیکلي:

« دیوه فقير ښار احمق فرعونسلطانزوی فکر کوي چې دنيويارک ښاروال دی، يو څوک چې دخپل عمر په وروستي پړاو کې تر دې بريده احمق او پوک وي نو کله به هوښيار شي، ولسمشر غني دی ددې لپاره استخدام کړی چې د تېرو غلو ښاروالانو ګناهونه جبيره کړي مګر داسپين ږيری ټامي دفرعون اکټونه کوي.»

د ښاروال داود سلطانزوی غبرګون

بل پلو د کابل ښاروالۍ ددومره سختو نیوکو په غبرګون کې سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې دا چتري د کوم کس لطف و او ښاروال تشریفات نه دي غوښتي.

د کابل ښاروالۍ لیکلي چې چترې پرې چا داسې مهال نیولې چې شدید باران وریده.

خو په عین حال کې د ښاغلي سلطانزوی دې سپیناوي هم د نیوکو ځای پیدا کړی.

په ویډیو کې نه ښکاري چې باران شته کنه، خو ښاروالۍ لیکلي چې د شدید باران له امله یې پر سر چتري نیولې ده. ډیر خلکو له ویډیو او انځورونو لیدو وروسته لیکلي چې باران نه، بلکې له لمر یې ځان پناه کړی دی.

د خلکو داسې تاوده غبرګونونه څه مانا لري؟

په داسې یوه وضعیت او هیواد کې چې اکثریت خلک یې تر فقر لاندې ژوند کوي، د حاکمانو داسې ځان ښکارول او تګلاره مناسبه نه ده. ځکه خلک د یوه ماښامۍ ډوډۍ ته اړتیا لري، خو وس یې نشته، خلک غواړي د شوشا او داسې ځانخوښۍ او ساتنې پر ځای دوی ته کار وشي، ښار یې ښکلی شي، ښاري فرهنګ ورته په منظمه توګه ور یاد شي، حدا اقل د کابل ښار بویونه ورک شي، هغه بویونه چې بهیدونکو سیندونو او اوبو ته رسیدلي او ان دا ښار د نړۍ د چټلو ښارونو په کتار کې تر ټولو مخکښ ښودل کیږي…

په ټولنیزو رسنیو د ځوانې طبقې داسې توند غبرګون دا مانا هم ورکوي چې خلک هر څه له نیږدې څاري، ښه او بد سم پيژني او په واقعیت کې کار غواړي.

ښاغلی سلطانزوی دې د کابل ښار پاکوالي ته پام وکړي، هغه دې هغه ګندګیو د پاکولو بیل ته لاس کړي چې له څو کلونو راهیسې د کار پرځای ډیر پام جیب ډکولو ته شوی و.

له داود سلطانزوی همداسې تمه کیږي، ځکه د کابل ښاروالي د هیواد د پلازمینې ښار منظموالي، پاکوالي او ښکلا ورکولو دنده لري. باید همداسې وکړي.

که ښاغلی سلطانزوی او نور چارواکي همداسې تشریفات کوي او د کار درک یې نه لګي، نو پخواني سوچونه دې لري کړي چې پوښتنه یې نشته، حاکمان باید خدمتګاران وي، که نه شول، نو ولس او ټولنې دې حکومت ته پولیس، څارنوال، قاضي او محکمه ورکړې، نو بیا له هر یو پوښتنه کولی شي، ځکه دا یې حق او وطن یې مالکیت دی !

 

 

 

 

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ