سپورټ کرکټ

د کابل ځوانې لوبډلې د شپږيزې لېګ د اتلولۍ جام وګټی

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

کابل بازانو په د ۹ منډو په توپير مس عينک اتلانو ته ماته ورکړه.

د شپږېزې کريکټ لېګ پايلوبه په کابل کې د نندارچيانو په شتون کې خورا په جم جوش ترسره سوه.

د لوبې پچه مس عينک وګټله او کابل بازانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کابل په ټولو ويکټو ۱۴۰ منډې هدف وټاکی.

يونس احمدزي ۳۶، سميع الله شينواري ۳۲ او ننګيالي خروټي ۲۱ منډي وکړې.

د ميس عينک لپاره دولت ځدران ۳، شاپور ځدران او نوراحمد دوې دوې ويکټې،همدارنګه ابراهيم او عبدالرحمن يوه يوه ويکټه واخيسته.

د ۱۴۰ منډو هدف که څه هم ډېر کم دی خو رحمن الله ګوربز د توپ اچوونې لين په ډېر ښه ډول تطبیق کړ.

د ۱۴۰ منډو هدف په تعقيب د مس عينک لپاره غمي ځدران ۴۰، شاهد الله کمال ۲۶ او دولت ځدران ۱۴ منډي وکړې.

د کابل بازانو توپ اچوونکو ننګيالي خروټي او نجات مسعود دوې دوې، همدارنګه حسيب الله،عظمت الله عمرزي او ضياالرحمن يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د پايلوبې د غوره لوبغاړې جائزه ننګيالي خروټي ته ورکړل سوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ