هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

پر سردار محمد داود خان روغتون برید په نړیواله کچه وغندل شو

بیلابیلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د کابل پر داود خان روغتون خونړی برید په سختو ټکیو غندلی دی.

وروستي راپورونه د افغان روغتیايي او دفاعي چارواکو له خولې وايي چې په دې برید کې د شهیدانو شمیر اته دیرش ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر د اتیا تنو په شااو خوا کې دی.

په شهیدانو او ټپیانو کې ګڼ شمیر یې ډاکتران، نرسان او د ښځو او ماشومانو په شمول ناروغان شامل دي.

له دې برید څو ساعته وروسته، اروپايي ټولنې، امریکا، ایران، ترکیې، هندوستان او ګڼو نورو هیوادونو دا برید په سختو ټکو غندلی او دایې یو جنګي جنایت بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په کابل کې پر روغتون برید غیرې انساني او حشیانه بللی او غندلی یې دی.
د اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼې کې د کابل د برید په اړه ویلي چې ړندو ترهګرو د جینوا د کنوانسیون په شمول د نړیوالو بشري قوانینو برخلاف د سردار محمد داود خان پر روغتون په ړانده برید کې ناروغان، د هغوی د کورنیو غړي، ډاکتران او نور بې ګناه خلک په نښه کړل.

په خبرپاڼه کې اروپايي ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده” اروپايي ټولنه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره اوږه په اوږه ولاړه او په دې هیواد کې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره د افغانستان له خلکو سره همکارۍ ته ژمنه ده“

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې د افغانستان سره د خپلې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د چارشنبې د ورځې ترهګر برید غندلی دی. په لیکلي اعلامیه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي” په دې وحشیانه حملې کې په روغتون کې ناروغان او روغتیايي کارکونکي په نښه شوي وو.“

تر کیې هم د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان له حکومت سره په مرسته او همکارۍ ټینګار کړی دی.

هندوستان هم د سردارمحمد داود خان پر روغتون برید غندلی دی. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هندوستان به د ترهګرۍ د هرې بڼې پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکړي څو سرغړونکي ترهګر عدالت ته راښکل شي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا ناوړه برید د ترهګرو او هغو چې ترهګرو ته پناه ځایونه ورکوي د شومو موخو یوه تر ټولو بدرنګه څرګندونه بلل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر هم د کابل د پروني برید په اړه ویلي د ټرمپ اداره د کابل پر پوځي روغتون برید په سختو ټکو کې غندي او دا برید په هیڅ ډول نه شي توجیه کیدای.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر هم دا برید په سختو ټکیو غندلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې مشرې، پرنیل کارډیل وویل: ” دې ناوړه او غیر اخلاقي برید، تر ټولو زیانمنونکي وګړي او روغتیایي کارکوونکي د درملنې پر مهال په نښه کړل. “

نوموړې یاته کړه: ” یاد ډارن برید انساني کرامت ته نه پاملرنه جوتوي، له پوښتنې پرته دا قساوت او بیرحمي ده او د دې برید په لاره اچوونکي باید محاکمه شي. “
یوناما ټینګار کوي چې د روغتونونو، ناروغانو، د پوځ ټپي غړو او د هر هغه چا په نښه کول چې په جګړه کې فعاله ونډه نلري، له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه ده او کیدای شي چې جنګي جرایم وشمیرل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې دا یوه فجیع ترهګر برید بللی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي” پاکستان یو ځل بیا په ټولو بڼو ترهګري غندي. او په دې اړه موږ له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ د سرچینو د له منځه وړلو په برخه کې د همکارۍ تعهد تکرارو.“

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */